د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي کهچېرې د ټاکنو بودیجه برابره نهشي او د دغه بهیر په وړاندې فني ستونزې حل نهشي، د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې به له تېرو ټاکنو سره به هېڅ توپیر ونه لري.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مني چې د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره د دغه کمېسیون په دویم پروګرام کې، د رای ورکوونکو نوم لیکنه او د رای ورکولو بهیر د تېرو ټاکنو په څېر په پام کې نیول شوي دي.
د دغه کمېسیون غړي له بهرنیو بنسټونو او د مدني ټولنې او د سیاسي ګوندونو له غړو سره په غونډه کې له هغو مجبوریتونو خبرې کوي چې دغه کمېسیون یې د تېرو ټاکنو په څېر د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره اړ کړی دی.
د ټاکنو کمېسیون عملیاتي مرستیاله وسیمه بادغیسي په اړه وايي:«موږ د رای ورکوونکو د نوملړ د بدیل لارو فکر کوو، هغه بدیلې لارې چې له پاڼو څخه استفاده وي. پر دې بنسټ، نو دویمې لارې ته فکر وکړو ترڅو د ولسي جرګې ټاکنې په خپل وخت ترسره شي.»
د دغه کمېسیون په وینا، د هېواد د ۱۳ ولایتونو په څه باندې ۳۰ ولسوالیو کې د ناامنیو له امله د هغوی کاري ډله دغو ولسوالیو ته نه دي تللي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند عبدالبدیع صیاد څرګنده کړه:«موږ تراوسه د رای کوونکو د اعتماد وړ نوملړ په واک کې نهلرو! په تېرو ټاکنو کې هم د رای ورکولو واجدین، کابو ۱۲ تر ۱۳ مېلیونو تنو رسېدل، خو د کمېسیون له خوا په بېلابېلو دورو کې کابو ۲۱ مېلیونه کارټونه وېشل شوي وو، او د دغو کارټونو ترڅنګ جعلي کارټونه هم وو.»
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویاند علي رضا روحاني په ډاګه کړه:«حکومت او ټاکنیز کمېسیونونه، باید د ټاکنو له قضیې سره مسوولانه چلند ولري.»
په دغې غونډه کې، د بهرنیو بنسټونو ګډونوال، د نړیوالۍ ټولنې له خوا د افغانستان د راتلونکو ټاکنو پر ملاتړ ټینګار کوي.
د یوناما مرستیال پرنیل کارډیل په دې اړه وايي:«یوناما او نړیوالۍ ټولنه، په ۲۰۱۸ کال کې د ولسي جرګې او په ۲۰۱۹ کال کې د ولسمشریزو با اعتباره او جامع ټاکنو په ترسره کولو کې د افغانستان له هڅو ملاتړي پاتې شي. موږ د فني مرستو او همدارنګه د بېلابېلو لورو ترمنځ د خبرو اترو د اسانتیا لپاره د مرستې دوام او د دغو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره د ځانګړې فضا د رامنځته کولو په برخه کې ژمن یوو.»
له بلخوا د ولسي جرګې ځينې غړي، د دغې جرګې د چهارشنبې په غونډه کې، د ټاکنو په کم کاریو او نیمګړتیاوو نیوکې وکړې
د ولسې جرګې غړې شاه ګل رضايي په دې اړه وویل:«ښه به وه چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړي ولسي جرګې ته راغلي وای او د روڼتیا او د خلکو د اعتماد د راجلب لپاره یې ټول میکانیزمونه په پام کې نیولي وای، باید افغانستان خلکو ته تشریح کړې وای.»
د ولسي جرګې بل غړی علي اکبر قاسمي هم وايي:«دا قضیه باید یوه مشخصه ورځ په اجنډا کې ونیول شي، پرې بحث وشي، دا پروسه، ملي پروسه ده.»
له دې وړاندې د ټاکنو خپلواک کمېسیون، د رای ورکوونکو د نوملړ د چمتووالي لپاره پر برېښنايي ټکنالوژۍ ټینګار کاوه او له پاڼو سره د رای ورکولو له احتمالي بهیر څخه یې خبرې کولې، خو اوس دا اندېښنه رامنځته شوې چې ښايي راتلونکي ټاکنې له تېرو ټاکنو سره به هېڅ توپیر ونه لري او دا د ټاکنیزو کمېسیونونو غړي دي چې یوازې بدل شوي دي.