Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په ۳ وروستیو لسیزو کې د هېواد ۹۹ سنله هندو او سېګ وګړو هېواد پرېښی

د طلوع نیوز د څېړنو له مخې په څه باندې تېرو درېیو لسیزو کې څه باندې ۹۹ سلنه هندو او سیک افغانانو هيواد پرېښی دی.

په شپیمه هجري لمریزه لسیزه کې د دې وګړو شمېر ۲۲۰ زره تنه وو خو اوس یوازې یو زرو ۳۵۰ تنه په هېواد کې پاتې دي.

د زورواکو له خوا د یادو کورنیو د جایدادونو غصب، مذهبي تبعیض او د طالبانو له رژیم څخه وروسته دوی ته د حکومت نه پاملرنه د افغان هندو او سېکهانو د تیښتې لامل شمیرل کېږي.

۵۷ کلن اوتار سنګ چې د پکتیا ولایت اصلي اوسېدونکی دی، د دوو وروڼو په ګډون چې د ملي اردو پوځیان و د کورنۍ ۱۰غړي د درېیو لسیزو په جګړو او تاوتریخوالیو کې له لاسه ورکړي دي.

دغه کس موږ د کابل ښار په اتمه ناحیه کې یوې حویلۍ ته بیایي چې له ۱۴۰ کلونو راهیسې په کابل کې د څو نورو ځایونو ترڅنګ د دوی د مړو د سوځولو مراسم په کې ترسره کېږي، که څه هم په وروستیو کلونو کې نورو خلکو تل دغه مراسم ګډوډ کړي دي.

په دغو عکسونو کې لیدل کېږي چې د یوه هندو پر مړي چې په دې حویلۍ کې سوځول کېده د شاوخوا کورونو د اوسېدونکو لخوا ډبرې وارېږي.

د افغانستان د ټولو هندوانو او سېکهانو د شورا رئیس اوتار سینګ وايي:«چا موږ ته نه ویل چې هندو یا کچالو یا څه او څه! ځکه چې دغه بدبختي په افغانستان کې له ۱۳۷۱ کال څخه رامنځته شوه چې هندو شو او سېک شوو او دا مسلمان شو او هغه تاجیک شو او دا ازبیک شوو.»

زموږ د څېړنو له مخې د هندوانو او سېکانو په وړاندې مذهبي توپیري چلند او د زورواکو لخوا د دوی د جایدادونو غصب تر ډېره له افغانستانه د دوی د تيښتې لامل شوي دي.

له همدې امله د ټولنې دغه پرګنه چې یو وخت یې د هېواد په پانګونه او سوداګریزو چارو کې اصلي رول درلود اوس ډېری له بې وزلۍ سره مخامخ دي.

ډاکټر نرېندر سینګ وايي:«وضعیت ښه نه دی!کار او بار نه شته،خلک نه راځي.»

هټیوال ارډت سینګ زیاتوي:«له ګهیځ څخه راځو تر شپې،دوه یا درې روپۍ کار کوو چې حتا د هټۍ کرایه هم نه پوره کوي.»

د کابل اوسېدونکی روېندر سینګ بیا داسې وايي:«هم د کور له خوا او هم د ښوونځي له خوا، زموږ ماشومان او دا شان مسایل،له لاسه ډېر سره ستونزو سره مخامخ دي.»

په شپيتمه لسیزه کې د افغانستان د هندوانو او سیکانو شمېر ۲۲۰ زره تنو ته رسېده، د مجاهدینو د حکومت پرمهال دا شمېر ۱۵ زره ته ورسېد او د طالبانو د واکمنۍ پرمهال دا شمېر ثابت پاتې شو، خو د طالبانو له واکمنۍ څخه وروسته یوازې دوه زره دغه وګړي په هېواد کې پاتې شول چې اوس دا شمېر یو زرو او ۳۵۰ تنو ته راکم شوی دی.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون رئیسه سیما ثمر څرګنده کړه:«اوس چې همدا شمېر پاتې دی،تمه کېږي چې افغان دولت له دوی څخه ملاتړ وکړي او له خلکو څخه زموږ غوښتنه دا ده چې باید ډېر انساني او له انساني کرامت په سمون کې له هغوی سره چلند وشي.»

د دې رپوټ د برابرولو پرمهال دې پایلې ته ورسېدو چې له طالبانو څخه په وروسته حکومتونو کې د افغانستان هندوان او سیکان له ډېرو ناخوالو سره مخامخ شوي دي.

له هېواده پر تېښتې سربېره یو شمېر له ولایتونو څخه پلازمېنې ته کډې کولو ته اړ شوي دي.

هلمند او کندهار له دغو ولایتونو څخه دي چې په اوسني وخت کې په هلمند کې هېڅ هندو او سیکان نشته او په کندهار کې هم یوازې یوه کورنۍ اوسېږي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي په دې اړه څرګنده کړه:«اهل هنود د دغه هېواد له باعزته او صادقه وګړو څخه دي.ملي یووالي حکومت د هغوی د مذهبي مراسمو د ترسره کولو لپاره ټولې آسانتیاوې په پام کې نیولې دي او د زده کړې په برخه کې او په نور ټولو برخو کې د هغو په واک کې اړین خدمتونه ورکوي.»

له دې سره سره هندوان او سیکان تراوسه هم په افغانستان کې د اوسېدو لپاره هڅې کوي، بیاهم راتلونکي ته هیله من دي او په افغانستان کې د پاتې کېدو پر اړتیا او همداراز هېواد ته د کډوالو پر راستنېدو ټینګار کوي، چې دا چاره به یوازې ټولو خلکو ته د حکومت لخوا د برابرو خدمتونو په وړاندې کولو سره شونې وي.

د بشپړ رپوټ د لیدو لپاره دا ځای کېکاږئ:

د طلوع نیوز د څېړنو له مخې په څه باندې تېرو درېیو لسیزو کې څه باندې ۹۹ سلنه هندو او سیک افغانانو ه

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه