پولنډۍ ۲۸کلنې مېرمنې، مونیکا د یوه کال راهیسې د غور ولایت په لعل او سرجنګل ولسوالۍ کې بې وزله ماشومانو ته په وړیا توګه انګلیسي ژبه ور زده کوي.
هغه څرګندوي:«تېر کلونه ډېر کسان وو چې لیکل او لوستل یې نشوی کولی، اوس دوی ښه کېږي، ښوونځیو ته ځي او ډېر ښوونځي پرانیستل کېږي. نجونې ښوونځیو ته ځي او یو شمېر افغانان هم له دې هېواده بهیر زده کړې کوي. حالت ښه کېږي او راتلونکې کې به د نورو هېوادونو په شان وي.»
نوموړې وایي چې نړیوالو رسنیو افغانستان تل د جګړه ځپلي او خوار هېواد په توګه خلکو ته معرفي کړی، په داسې حال کې چې دغه هېواد ډېر مثبت اړخونه هم لري.
مونیکا وړاندې وايي:«زه راغلم چې له نېږدې دغه هېواد وګورم، نه دا چې دا هېواد په ټلویزیون کې ښکاره کېږي، منفي اړخونه یې لیدل کېږي، جګړې، بمونه او د طالبانو له ډزو اورئ. زه راغلم چې دا هېواد وګورم، خلک یې، فرهنګ یې او طبیعت یې چې څنګه دی؟.»
مونیکا افغانستان کې د پوهنې برخې ته هیله منه ده او وايي چې که ماشومانو ته زمینه برابره شي، ښه وړتیا لري او کولی شي چې وده وکړي.
هغه په یوه ساده او خاورین کور کې په یوازې توګه ساده ژوند کوي، او هیله لري چې څو کاله نور هم افغانستان کې پاتې شي.