د سرحدي پولیسو قومندان، جنرال نعمتالله حیدري طلوعنیوز ته وویل چې یو شمېر قاچاقوړونکو غوښتل شپږ زمریان د کندهار بولدک سیمې څخه پاکستان ته قاچاق کړي چې مخه یې ونیول شوه.
له نیول شویو شپږو زمریانو له ډلې دوه یې دوشنبې( د وري۱۴مه) د کابل ښاروالۍ ته وسپارل شول او ټاکل شوې ده چې دوه نور یې هم پلازمېنې ته راولېږدول شي.
چارواکي وايې چې د دې زمریانو نژاد افریقایي دی.