Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پومپیو: د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه دوې محرمې موضوعګانې لري

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو یک شنبې(د کب په۱۱مه نېټه) له سي ان ان سره په خبرو کې ویلي دي چې له طالبانو سره د امریکا هوکړه دوې اجرايي موضوع ګانې لري چې هغه به "محرمې" پاتې شي.

هغه زیاته کړې چې دا دوې موضوع ګانې په پوځي برخه کې اجرايي دي او د سرتېرو ساتنې لپاره مهمې دي.

ښاغلي پومپئو زیاته کړې ده:«هغه چاڼ شوې دي او محرم دي. هېڅ جانبي معامله نشته. په یاد ولرئ هغه جانبې معاملات چې زه ترې شکایت لرم(له ایران سره اوباما هوکړې ته اشاره کوي) داسې هوکړه چې د امریکا لوري هیڅکله نه وه لیدلې، جان کري(د اوباما د بهرنیو چارو وزیر)هیڅکله هغه نه وه لیدلې. خو هوکړه په بشپړه توګه رڼه ده.»

 د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا افغانستان کې د امریکا پاتې کېدو په تړاو هوکړه شوې ده، پومپئو وايي:«د امریکا خلک باید پوه شي چې ډونالډ ټرمپ(د امریکا ولسمشر) نه غواړي چې خبرې یې د کاغذ پر مخ وساتي. موږ به وګورو چې طالبان به پر خپلو کړیو ژمنو عمل کوي.»

هغه په دې باور دی چې د امریکا پخواني ولسمشران، جورج بوش او بارک اوباما د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه غوښتنه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همداراز تصریح کړې چې طالبان له القاعډې ډلې سره خپلې اړیکې پرې کوي:«ما موږ دا ترلاسه کړې او دا مهمه ده.»

ښاغلي پومپئو په خبره، دا چې طالبان خپلو ژمنو باندې عمل کوي او که نه، وخت به دې پوښتنې ته ځواب اوايي.

هغه په دې باور دی چې هوکړه پر اعتماد نه ده ولاړه او پر هیڅ شي باور نه کیږي:«موږ به یې ترلاسه کړو او پر عمل پورې تړلې ده او دا هوکړه مشروطه ده.»

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ له ۱۸میاشتو خبرو وروسته د افغان سولې بهیر لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد او د طالبانو د ډلې سیاسي مرستیال، ملابرادر ترمنځ لاسلیک شوه.

د هوکړې د لاسلیک مراسم، په مشهور "شیرینټن" هوټل کې ترسره شول. دغو مراسمو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ګډون د ۳۰ هېوادونو بهرنیو چارو وزیران او د نړیوالو بنسټونو استازي وربلل شوي دي.

دغه هوکړه د تاوتریخوالي د کمښت له یوه "اووه ورځني پېر" وروسته لاسلیک کېږي. دغه پېر چې د افغانستان په جګړه کې د طالبانو د مدیریت لپاره د توانمنۍ ثابتول یوه ازمایښتي دوره وه، د شنبې په ورځ پایته ورسیده.

اوس مهال امریکا متحده ایالات افغانستان کې ۱۲ زره سرتېري لري چې د هوکړې له مخې ۸۶۰۰ سرتېري به د ۱۳۵ ورځو پورې به افغانستان نه وځي.

پومئیو همداراز هیله څرګندوي چې ژر ترژره د افغانانو ترمنځ هم خبرې پیل شي.

هغه همداراز د ولسمشرغني د خبرو په تړاو چې تېره ورځ یې ویلي وو، له امریکا سره یې د طالب بندیانو خوشې کولو په تړاو هوکړه نه ده کړې وویل:«موږ به د ښکېلو خواوو سره د باور جوړونې په تړاو کار وکړو او موږ غواړو چې دا کار ټول شموله ووسي.»

د شنبې په ورځ عباس ستانکزي وویل چې د سولې د هوکړې پربنسټ چې له امریکا سره یې لاسلیک کړې ده، ټاکل شوې د لسو ورځو په اوږدو کې - د افغانانو د خپل منځي خبرو اترو له پیل مخکې - د دغې ډلې پنځه زره بندیان د افغان حکومت له بندخونو ازاد کړل شي او همدارنګه زر تنه افغان امنیتي ځواکونه چې د طالبانو په بند کې دي ازاد کړل شي.

ستانکزي زیاته کړه چې د افغان حکومت زر تنه بندیان به هم د طالبانو له بنده خوشې کړل شي.

ستانکزي ټینګار وکړ چې که د بندیانو د خوشې کولو بهیر وځنډيږي، نو د افغانانو ترمنځ خبرې به هم له ځنډ سره مخامخ شي.

د  امریکا او طالبانو ترمنځ له هوکړې وروسته د امریکا ولسمشر یوې خبري ناسته کې اعلان وکړ چې له طالب مشرانو سره به وګوري.

پومپئیو د لیدنې وخت او ځای په تړاو ناخبري ښیې، خو زیاتوي چې ټرمپ غواړي په فعاله توګه دغه بهیر کې ونډه واخلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي چې دا دوې پټې موضوع ګانې به لنډ وخت کې د امریکا له کانګرس سره شرېکې شي

شریک یي کړئ