Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پومپئو د سولې بهیر کې له پرمختګونو خبر ورکوي

د ولسمشر ویاند، صدیق صدیقي سې‎شنبې( د سلواغې په ۲۲مه) وویل چې ولسمشر غني د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سره ټلفوني خبرې کړې دي.

همداراز ولسمشر غني د یوه ټویټ په ترڅ کې وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپئو د ټلفوني اړیکې په ترڅ کې ویلي چې له طالبانو سره د سولې خبرو او په دوامداره توګه د تاوتریخوالیو کمښت په تړاو د طالبانو وړاندیز کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

ښاغلي صدیقي همداراز زیاته کړه چې پومپئو په تلفونی اړیکه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو په تړاو مالومات ورکړي او د تاوتریخوالیو کمښت په تړاو چې ښایې د اوربند لامل شي، ولسمشر غني ته مالومات ورکړي دي.

له بلې خوا ولسمشر غني له دې خبرو اترو خوښي څرګنده کړې ده او زیاته کړې یې ده چې د افغانستان اصولي دریځ د سولې خبرو په برخه کې د پایلې ورکړې په حال کې دی.

ولسمشر ويلي دي زموږ اصلي موخه د وینو تویولو او افغان وژنې پایته رسول دي او اکثر افغانان د سولې په تړاو اجماع لري او دې موخې ته د رسېدو لپاره موږ افغانستان کې تدبیر، جرئت، رهبریت او مدیریت لرو او د دې بهیر راتلونکي ګامونه په ښه ډول مدیریت کړي.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپئو له اجراییه رییس، عبدالله عبدالله سره هم ټلفوني خبرې کړې دي او د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پرمختګ او هېواد کې د تاوتریخوالیو په تړاو خبر ورکړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ټلفوني اړیکې په ترڅ کې ویلي چې دوه اړخیزې هوکړې لاسلیک، بین الافغاني خبرو او افغانستان کې دایمي سولې ته به زمینه برابره شي.

د  اجراییه ریاست د خبرپاڼې له مخې، اجراییه رییس ویلي دي چې سوله د افغانستان د خلکو لومړيتوب دی  او د تاوتریخوالیو کمولو په برخه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ له خبرو او پرمختګ یې خوښي څرګنده کړې او ترې یې هرکلی کړی دی.

اجراییه رییس د خپلو خبرو په دوام زیاته کړي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو کې د تاوتریخوالیو کمښت له پرېکړې ملاتړ کړی دی او اوس له دې پړاوه هم ملاتړ کوي.

ښاغلي عبدالله هیله څرګنده کړې ده چې طالبان له دې فرصته ګټه پورته کړي، څو هېواد کې د دایمي سولې لپاره زمینه برابره شي

شریک یي کړئ