Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پومپيو: د سولې په خبرو کې به ګډې قربانۍ بابېزه نه شي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې چې واشنګټن کې ترسره شوې وه وویل چې دا هېواد له طالبانو سره د سولې په خبرو کې غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې امریکا یو ځل بیا د افغانستان له خاورې ونه ګواښل شي او د ناټو غړو هېوادونو سره د دغه هېواد ګډې قربانۍ به بابېزه نه شي.

هغه زیاته کړه:؛«موږ کابو ۱۸ کاله، د ناټو له همکارانو او تړونوالو سره په افغانستان کط جګړه وکړه. موږ افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته روزنه او مشوره ورکړه. ما خپل سیالان د زلمي خلیلزاد د کار او د هغه د ډپيلوماټیک مسوولیت په اړه خبر درکړ. او دا کار زما په حکم شوی دی. امریکا به ډاډ ترلاسه کړي چې زموږ ډله‎ییزې قربانۍ نه ضایع کېږي او ترهګر هېڅکله نه شي کولای یو ځل بیا د افغانستان له خاورې موږ وګواښي.»

په ورته وخت کې د ناټو سرمنشي په دغې غونډه کې وویل چې زلمی خلیلزاد د ناټو غړو هېوادونو په ملاتړ له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په لټه کې نه بلکې د سولې د هوګړې په هڅه کې دی.

ینس سټولټنبرګ په دې اړه زیاته کړه:«سفیر خلیلزاد په ځلونه ویلي چې هغه د بهر کېدو د هوکړې لپاره نه بلکې د سولې هوکړې لپاره خبرې اترې کوي. او البته د اوسنیو خبرو اترو کلي موخه یوې سیاسي هوکړې ته رسېدل دي چې دا شونې کوي، څو په افغانستان کې سوله د لومړي ځل لپاره په څو کلونو کې ټينګه کړي.»

هغه زیاته کړه:«هغه څه چې موږ ټولو په ځلونو له هغې ډلې له خلیلزاد سره په مشوره کې یاده کړې دا ده چې اړتیا لرو ډاډه شو چې د سولې هر ډول تړون د ترهګرو په پټن‎ځای د افغانستان له بیا بدلېدو ډاډ راکړي او دا هوکړه د هغو لاسته راوړنو پر بنسټ ترلاسه شي چې له یو بل سره مو ترلاسه کړي دي.»

اخوا د ناټو سرمنشي په دغې غونډه کې وویل چې زلمی خلیلزاد د ناټو غړو هېوادونو په ملاتړ له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په لټه کې نه بلکې د سولې د هوګړې په هڅه کې دی.

شریک یي کړئ