وروستي خبرونه
Thumbnail
افغانستان

د سیاسي وضعیت په هکله له ولسمشر غني سره د پومپيو لیدنه

ولسمشر غني نن دوشنبې (د وري په ۴مه) د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پومپيو سره ولیدل او د هېواد د سیاسي، امنیتي او همدارنګه د سولې بهیر په اړه بحث او خبرې وکړې.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي چې په دغې لیدنه کې، دواړو لورو «د سولې بهیر، په دغه بهیر کې د نورو ګامونو اخیستل، د افغان سولې په اړه سیمه ییزې اجماع، او همدارنګه په هېواد کې د وران سیاسي او امنیتي وضعیت په اړه» خبرې وکړې.

تمه ده چې ښاغلی پامپيو له عبدالله عبدالله سره هم د دواړو لورو ترمنځ د اختلافونو د حل او سولې بهیر په اړه خبرې وکړي.

امریکا د غني او عبدالله ترمنځ د اختلافونو پر حل له ټینګار سره ګواښ کوي چې موازي حکومتونه د افغانستان په ګټه نه دي.

د ښاغلي غني او ښاغلي عبدالله ترمنځ سیاسي شخړې له هغې وروسته زور واخیست کله چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ښاغلی غني یې د ولسمشر په توګه اعلان کړ.
خو عبدالله عبدالله هغه ونه منه او خپل حکومت یې اعلان کړ او د لوړې مراسم یې ترسره کړل.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم له دې مخکې د افغانستان له سیاسي مشرانو غوښتي وو چې د یوه ټول ګډونه حکومت په رامنځته کېدو دې سره سلا شي.

ټاکل شوې ده چې ښاغلی پامپیو له لسمشر غني او عبدالله عبدالله سره د دواړو ترمنځ د ستونزو هواري او د سولې پر بهیر خبرې وکړي.

شریک یي کړئ