Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پومپیو: سولې ته رسیدو کې د افغانانو ترڅنګ ولاړ یوو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو ویلي چې سولې ته د رسېدو لپاره به د افغانانو ترڅنګ ولاړ وي.

هغه سره له دې چې په پروان ولایت کې یې د بګرام پر هوايي اډې د طالبانو برید غندلی، او ډاډ یې ورکړی چې امریکا متحده ایالات د افغانستان د خلکو او د امنیتي ځواکونو سره په دغه هېواد کې د سولې او ثبات راوستو تر مهاله دریږي.

هغه سوله او امنیت د افغانستان د خلکو د هیلو په توګه یاد کړي دي.

مایک پومپيو همداراز پروان ولایت کې د بګرام هوايي اډې ته څېرمه پر روغتون برید غندلی او ویلي دي چې دغه روغتون افغانانو ته د خدمتونو وړاندې کولو لپاره جوړ شوی وو او د بیا رغونې په حال کې وو.

پومپیو ویلي دي:«د بګرام هوايي اډې ته نېږدې برید په سختو ټکو غندو. داسې ښکاري چې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د لومړنیو راپورنو له مخې پنځه ائتلافي ځواکونه ټپيان شوي دي.‎»

هغه همداراز زیاته کړې ده چې امریکا متحده ایالات به د دغه ډول بې مانا تاوتریخوالیو کمولو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي، ځکه د هغه په وینا د افغانستان خلک د تاوتریخوالیو د پای مستحق دي.

قطر کې د طالبانو او امریکا متحده ایالاتو د استازو ترمنځ د خبرو په پنځمه ورځ، طالبانو د بګرام هوايي اډې ته څېرمه چې تر ډېره په کې امریکايي سرتېرې مېشت دي، برید وکړ.

برید چهارشنبې(د لیندۍ په ۲۰مه نېټه) په داسې حال کې پیل شو چې بریدګرو دوو موټر بمونوته چاودنه ورکړه او وروسته یوه غیرفعال روغتون ته د ننه شول. د کورنیو چارو وزارت ویلي چې برید کې اووه بریدګر ښکېل وو.

په دغه برید کې د یوې ښځې په ګډون دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړ او ۷۳ تنه نور ملکي کسان ټپيان شول.

طالبانو له بریده کابو لس ساعته وروسته د اعلامیې په خپرولو سره وویل چې دغه برید د دوی کار وو او موخه یې امریکايي ځواکونه وو.

مایک پومپيو همداراز پروان ولایت کې د بګرام هوايي اډې ته څېرمه پر روغتون برید غندلی

شریک یي کړئ