Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پومپیو له ولسمشر غني سره د دوحې غونډې د ځنډېدو په اړه خبرې وکړې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه هېواد د بهریو چارو وزیر مایک پومپيو د وري په ۳۱ مه له ولسمشر غني سره په ټلېفوني اړیکه کې، دوحه کې د بین‎الافغاني خبرو اترو د ځنډېدو په اړه خواشیني څرګنده کړه.

پومپيو همدارنګه ټولې خواوې وهڅولې چې د دوحې غونډه کې د ګډون کوونکو په اړه یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره، سره سلا شي او دا ناسته به ډېر ژر، ترسره شي.

ټاکل شوې ده چې د ګوندونو او سیاسي بهیرونو او حکومت کابو ۲۵۰ استازي د پنجشنبې په ورځ (د وري په ۲۹ مه) له کابله د دوحې په لور ولاړ شي.

له هغې وروسته کله چې د حکومت له خوا د ۲۵۰ کسیزه پلاوي ترکیب اعلان شو، طالبانو پر دغه ستر پلاوي نیوکه وکړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې پومپيو په دغې ټلېفوني خبرو اترو کې د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو اعلان غندلی او سولې ته د رسېدو لپاره یې د افغانستان له خلکو سره د امریکا پیوستون اعلان کړ، چې په دغه هېواد کې درد، رنځ او ویجاړۍ پای ته ورسېږي. 

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ طالبانو د الفتح په نامه خپل پسرلني عملیات اعلان کړل.

ملي دفاع وزارت د طالبانو دا عملیات له تبلیغاتو پرته بل څه نه بولي.

له دې مخکې ولسمشر غني د ۱۳۹۸ کال امنیتي پلان تایید کړی و.

شریک یي کړئ