Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پوهنې وزارت د نجونو د روغتيايي پیاوړتیا لپاره نوی مضمون زیاتوي

پوهنې وزارت د یونسف مؤسسې په همکارۍ د ښځینه زده کوونکو د میاشتني ناروغۍ د پوهاوي لپاره په درسي نصاب کې ځانګړی مضمون زیاتوي. 

دغه لارښوود چې رسنیو ته وښوودل شو، په ۴۳ مخونو کې د ښځینه میاشتنۍ ناروغۍ د پېژندنې، درملنې او د لرلو په وخت کې د چلند اړوند بحثونه لري. 

پوهنې وزارت وروسته له هغه دا اقدام واخیست، چې يوې څېړنې د ښځینه زده کوونکو د ستونزو په اړه وویل، دوی هره میاشت د ناروغۍ پر وخت غیر حاضري کوي او ځينې يې خپلې روغتیا ته پام نه کوي. 

د پوهنې وزارت چارواکي وايي دوی به دغه لارښوود کتاب په درسي نضاب کې هم زیات کړي، چې ښځینه زده کوونکو ته به يې ګټه ډېره وي. 

د پوهنې سرپرست وزیر په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، ځینې نجونې د ژر ودېدلو له وېرې له خپلې کورنۍ سره هم دغه خبره نه شریکوي او هڅه کوي ځان کوچنی وښيي، چې یو ډول رواني ستونزې يې ورته پیدا کړې دي. 

هغه زیاته کړه: «یو مهم او کلیدي عامل چې وختي ودونو ډېرښت پیدا کړی همدا دی. ځکه [کورنۍ] فکر کوي چې د لور د واده وخت يې را رسېدلی دی، چې ژوند جوړ کړي او د زده کړې له ټولو مسائلو پاتې کېږي، په داسې حال کې چې ډېر درس ولولي، رشد وکړي او مسؤلیت واخلي، خو له دې ټولو پاتې کېږي.»

د ماشومانو د ملاتړ نړیوال صندوق استازي ادل خدر، په دې برخه کې د کلیو او پراختیا وزارت رول هم مهم وباله، هغه وویل: «کله مې چې په افغانستان کې د نجونو د حفظ الصحې په برخه کې فکر کاوه، د دې کار په اړه د خنډونو له امله دا لوی کار و، خو نن ډېر خوشاله یم چې په یو پراخ ځای کې د دوو وزیرانو، لومړۍ مېرمنې او دې ټولو حاضرانو سره یم، په دې برخه کې د کلیو او پراختیا وزارت رول باید هېر نه کړو.»

رولا غني د افغانستان لومړۍ مېرمن، پر کورنیو غږ کوي چې د نجونو میاشتنۍ ناروغۍ ته پام وکړي، ځکه دا د نجونو پر راتلونکي اغېز لري. 

هغې وویل: «شخصي روغتيايي وضعیت ته پام کول، د دې سبب کېږي چې پر خپل بدن لا ډېر کنټرول ولري او بر ځان باور يې هم لا غښتلی شي.»

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز د میاشتنۍ ناروغۍ په اړه وايي: «یوه فزیولوژيکي پروسه ده، دا طبعي ده، خو د بېلابېلو علتونو له امله، لکه کم پوهاوی، ټولنیز نورمونه، د روغتيايي اسانتیاوو نه شتون، ښځې نه شي کولی په دې برخه کې خپلې روغتیا ته سمه رسېدنه وکړي.»

د پوهنې وزارت چارواکي وايي د دې مضمون د زیاتولو تر څنګ به هڅه وکړي، چې ټولې ښځينه زده کوونکې په ښوونځي کې دننه صابون، اوبو، تشناب او ټولو اسانتیاوو لاس رسی ولري.
 
شریک یي کړئ