Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پکتیا ته د ناټو او افغان لوړپوړ امنیتي چارواکو سفر

د هېواد او ناټو لوړپوړي امنیتي چارواکي، د پکتیا ولایت د امنیتي وضعیت او همدارنګه په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو وروستیو عملیاتو په لړ کې مُلکیانو ته د مرګ ژوبلې د څېړنې لپاره پکتیا ته سفر کړی دی.

د پکتیا د رسنیو دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي، په افغانستان کې د ناټو پرېکنده ملاتړ ماموریت قومندان جنرال سکاټ مېلر، د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد او د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزی، د پنجشنبې په ورځ (د زمري په ۲۴مه) پکتیا ولایت ته سفر وکړ.

خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغو امنیتي لوړپوړو چارواکو د پکتیا له ځايي چارواکو سره په لیدنه کې د دغه ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په لړ کې د مُلکي مرګ ژوبلې پر څېړنه ټينګار وکړ.

د خبرپاڼې پر احوالې، په دغې لیدنه کې پرېکړه وشوه چې څو د زرمت ولسوالۍ د مُلکیانو د مرګ ژوبلې د څېړنې لپاره یو واک لرونکی پلاوی رامنځته او دغه پلاوی خپلې موندنې له امنیتي چارواکو سره شریکې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې څلور ورځې مخکې، د ملي امنیت ریاست ادعا وکړه چې د دغه ریاست د ځواکونو په عملیاتو کې ۱۱ ترهګر د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې وژل شوي دي، خو د سیمې اوسېدونکي وايي چې وژل شوي کسان ولسي وګړي دي.

له دې سره هم‎مهاله د ولسمشر غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان له استازي تادمیچي یاماموتو سره په لیدنه کې وویل چې د ولسي وګړو مرګ ژوبله د زغم نه ده.

حمدالله محب زیاته کړې چې امنیتي بنسټونه په جګړو کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره پر نویو تګلارو کار کوي.

محب ټينګار وکړ چې په زرمت کې د ولسي مرګ ژوبلې په اړه څېړنې به ډېر ژر له ټولو سره شریکې شي.

څلور ورځې مخکې، د ملي امنیت ریاست ادعا وکړه چې د دغه ریاست د ځواکونو په عملیاتو کې ۱۱ ترهګر د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

شریک یي کړئ