Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پکتیا ولایت کې موټر بم برید د ۵ ملکي کسانو ژوند واخیست

د کورنیو چارو وزارت وايي چې نن سهار(پنج شنبې د غويي په ۲۵مه نېټه) د پکتیا مرکز، ګردېز ښار کې موټر بم برید شوې ده.

دغه برید کې  د ۵ ملکي کسانو ژوند اخیستی او ۱۹ نور ټپیان دي، د تندر قول اردو ویاند وايي چې چاودنه نن سهار له اتو بجو وروسته شوې ده.

په همدې حال کې ‫دفاع وزارت د پکتیا برید په تړاو وایي یوه برید کوونکي غوښتل له چاودېدونکو توکو  ‌‌‌‌‌‌ډک «مازدا» موټر سره د دغه وزارت تاسیسات په نښه کړي چې موخې ته له رسېدو مخکې افغان سرتېرو پېژندلی او چاودنه یې ورکړې.

په همدې حال کې یوه سرچینه څرګندوي چې چاودنه په ګردیز کې د دفاع وزارت د تاسیساتو پر یاست شوې ده.

د پېښې مسوولیت طالبانو منلی.

پکتیا کې امیتي مسوولین وايي چې پېښه کې ۱۹ تنه ملکي کسان ټپیان شوي دي

شریک یي کړئ