Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پکتیا کې افغان او پاکستاني پوځیانو ګډه ناسته کې اوربند وکړ

د پکتیا ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني پوځيانو ترمنځ څو ساعته نښتې وروسته د دواړو خواوو پوځيانو په ګډه ناسته کې سره اوربند وکړ.

په دې ناسته کې افغان ځواکونو پاکستاني پوځیانو ته خبرداری ورکړ چې که یوځل بیا د افغانستان پر پوه بریدونه وکړي، نو ورته به بدې پایلې ولري.

د هېواد په سویل خیتځ کې د پوله‎ساتو ځواکونو رئیس ارکان، ډګرمن فریدون فیاض وویل:«هر خوځښت چې تاسي(پاکستاني پوځيان) په پوله کې ترسره کړئ باید چې مقابل لوری پرې خبر وي. خو له بده مرغه دا کار هېڅ نه دی شوی.»

په همدې حال کې پاکستاني پوځیان هم نښته د حل لاره نه بولي او پر اوربند ټينګار کوي.

پاکستاني پوځي، پريکټېر اختر وویل:«دا چې تاسو ادعا اکوئ چې پاکستاني پوځيان له پولې را اوښتي دي، نو دا خو په خبرو هم هوارېده.»

تېره ورځ(دوشنبې د وري۲۷مه) د افغان ځواکونو او پاکستاني پوځيانو ترمنځ نښتې وشوې.

پکتیا کې افغان امنیتي ځواکونو پاکستاني پوځيان تورن کړل چې له نړیوالو قوانینو یې سرغړونه کړې ده.

د ۲۰۳ تندر قول اردو قومندان، تورن جنرال، شعور ګل څرګندوي:«تېره ورځ پآکستاني پوځیانو پر ځاځي میدان او یو شمېر نورو برخو بریدونه وکړل چې موږ دا هېڅ کله هم نه غواړو. دوی ته خبرداری ورکوو چې داسې بیا پر خپل سر کارونه ونه کړي.»

د شنبې پر ورځ افغان او پاکستاني پوځيانو د خوست ولایت په ځاځي میدانو ولسوالۍ کې سره نښتې وکړې، افغان ځواکونو د بریدونو لامل افغان خاورې ته د پاکستاني پوځيانو راتلل وبلل.

دې نښتو درېیو ساته دوام وکړ او په ترڅ کې یې درې پاکستاني سرتېري ووژل شول او درې  نور افغان لوري ونیول، خو اوس‎مهال افغان پوځيان او د سیمې خلک پاکستاني پوځیانو ته د ځواب ورکړې لپاره چمتو دي.

پاکستاني پوځيان اوس له افغان ځواکونو غواړي چې نیول شوي همکاران یې خوشې شي.

افغان او پاکستاني پوځیانو وروسته له هغې په یوې ګډې ناسته کې اوربند وکړ چې دوه ورځې په خوست او پکتیا کې یې ترمنځ نښتې وشوې، په ډنډپټان ولسوالۍ کې افغان ځواکونو خبرداری ورکړ چې نور د پاکستاني پوځیانو تېروتنې افغانانو ته د منلو وړ نه دي

شریک یي کړئ