د پکتیا ولایت سیمهييز چارواکو نن( دوشنبې د غويي۱۸مه) ویلي دي چې دې ولایت کې د بهرنیو ځواکونو بېلابيلو هوايي بریدونو په پایله کې ۵۵ وسلهوال وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
چارواکي زیاتوي چې د دې ځواکونو په لومړي برید کې چې د وسلهوالو پر پټنځایونو شوی کابو ۴۰ تنه وسلهوال وژل شوي دي.
بهرنیو ځواکونو د پکتیا ولایت په ډنډپټان او نري کوتل ولسوالیو کې پر وسلهوالو بریدونه کړي دي.
د پکتیا امنیه قومندان، عبدالله عبدیاني وايي چې بهرنیو ځواکونو د یاد ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ کې د وسلهوالو د وسلو پر زیرمو بریدونه کړي او له منځه یې وړي دي.
ښاغلی عبدیاني زیاتوي چې د کشفي مالومات له مخې په دې بریدونو کې کابو ۴۰ تنه وسلهوال وژل شوي او یو شمېر نور هم ټپیان دي.
دی وړاندې وايي:«د بهرنیو ځواکونو دوهم برید په نري کوتل کې ترسره شوی چې کابو ۱۵ وسلهوال وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.»
یوې سرچینې هم ویلي دي چې په وژل شویو کسانو کې د حقاني ډلې یو مشر، حضرت محمد چې په مطمئن مشهور وه، هم وژل شوی دی.
چارواکو ویلي دي چې په دې بریدونو کې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.