Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پکتیا کې د دولتي ځواکونو عملیاتو کې څه باندې ۱۰۰ طالبان وژل شوي

په پکتیا کې د پولیسو چارواکي وايي چې د پوځي ځواکونو په عملیاتو کې چې د هوايي ځواکونو له خوا یې ملاتړ کېده، څه باندې ۱۰۰ طالب جنګیالي وزل شوي او څو تنه نور یې ټپيان دي.

د پکتیا امینه قومندانۍ د یوې خبرپاڼې له خپرولو سره ویلي چې د دغو هوايي او ځمکنیو عملیاتو له ډلې یو د احمداباد ولسوالۍ په مچلغو وسیمه کې ترسره شول چې په هغه کې ۵۵ طالبان ووژل شول او یو ډېر شمېر نور یې ټپيان شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دغو پوځي عملیاتو کې د طالبانو یو اندازه وسلې او مهمات هم د امنیتي ځواکونو له خوا له‎منځه تللي دي.

د خبرپاڼې په بله برخه کې راغلي دي چې د دولتي ځواکونو پوځي عملیات، د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ د شموزي، پاټک، هیبت خېلو او یمني‎خېلو سیمو کې ۴۶ تنه طالبان وژل شوي چې د هغوی په منځ کې په کرامت مشهور ایوب چې د طالبانو پخوانی تش په نوم والي وه او همدارنګه د موسي په نامه یو بل طالب قومندان هم شامل دی.

په همدې حال کې ملي دفاع وزارت هم د یوې خبرپاڼې له خپرولو سره ویلي چې د احمد اباد په ولسوالۍ کې ۳۳ طالبان د ملي پوځ د هوايي عملیاتو په پایله کې وژل شوي او ۱۷ تنه نور یې ټپيان دي.

دغه وزارت وویل په یوه بل پوځي عملیات کې چې په زرمت ولسوالۍ کې ترسره شوي وو ۷۷ طالبان وژل شوي او ۸ تنه نور یې ټپيان دي.

خو طالبانو په پکتیا کې د دوی جنګیالیو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتل نه مني.

په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې په دغو پوځي عملیاتو کې د طالبانو یو اندازه وسلې او مهمات هم د امنیتي ځواکونو له خوا له‎منځه تللي دي.

شریک یي کړئ