Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پکتیا کې د واټ ته‎څېرمه د ماین چاودنې په پایله کې یو تن وژل شوی

د پکتیا ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې نن ګهیځ یوه چاودنه شوې ده.

د دغو چارواکو په وینا، نن ګهیځ یو موټر د یوې چاودنې موخه وګرځېد.

د پکتیا امنیه قومندانۍ ویاند سردار ولي تبسم، د دغې پېښې له پخلي سره وايي چې د دغې چاودنې په پایله کې د دغه موټر یوه سپرلۍ وژل شوې او همدارنګه یو بل تن ټپي شوي دی.

هغه وویل چې په دې اړه پلټنې پيل شوي دي.

تراوسه د طالبانو په ګډون هېڅ دلې د دغې پېښې پړه نه ده منلې.

د پکتیا پولیس وايي چې په ګردیز ښار کې د واټ ته‎څېرمه د ماین چاودنې له امله یو تن وژل شوی او یو ټپي شوی دی.

شریک یي کړئ