د هېواد ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې پنجشنبې (د غبرګولي په ۸مه نېټه) د پکتیا ولایت ډنډ پټان ولسوالۍ کې د طالبانو برید پایله کې ۱۴ افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپيان شوي دي.
دفاع وزارت ویلي دي چې دغه برید د طالبانو لخوا د اوربند نقضولو سره ترسره شوی دی چې افغان ځواکونو په شا تمبولو سره یادې ډلې ته هم مرګ ژوبله اړولې ده.
دا پر افغان ځواکونو تېرو دوو ورځو کې د طالبانو څلورم برید دی.
درې نورې نښتې په فراه، زابل او پروان کې شوې وې.
په همدې حال کې نن جمعه د ملي امنیت د شورا دفتر ویاند، جاوید فیصل په یوه ټیویټ کې ویلي دي چې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ خال خال نښتو سره اوربند لا هم دوام لري.
طلوع نیوز نه د رارسېدلو راپورونو له مخې تېرو دوو ورځو کې پروان، فراه او زابل کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې شوې دي.
طالبان ادعا کوي چې زابل کې د افغان ځواکونو هوايي برید کې ملي کسان مړه شوي دي. دوی وايي برید هغه مهال شوی چې دوی هېڅ برید نه وو کړی.