د کورنیو چارو وزارت ویاند، صدیق صدیقي وايي چې په پکتیکا ولایت کې دوه ښخې او یو سړی د ماین چاودنې له امله وژل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې دا پېښه تېره ورځ(یکشنبې د لیندۍ ۱۴مه) د یاد ولایت په خوشامندو په ولسوالۍ کې هغه مهال شوې ده چې یاد کسان له سیمې د تېرېدو په حال کې وو.
صدیقي وړاندې وايي ماین د طالبانو لهخوا د خوشامندو ولسوالۍ په جمجمعه کلي کې ځای پر ځای شوی وه.
د طالبانو په ګډون کومې ډلې د دې پېښې مسوؤلیت نه دی منلی.