Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ځانمرګي برید کې د موبي ګروپ د شهید شویو کارکوونکو څلورم تلین

د موبي ګروپ د کارکوونکو پر موټر له مرګوني برید څلور کاله وروسته، افغانستان لا هم د خبریالانو لپاره تر ټولو خطرناکه هېواد ښودل شوی دی.

د رسنیو د ملاتړ بنسټونو د شمېرو پر بنسټ، له ۲۰۱۶ز کال راهیسې تراوسه ۵۶ د رسنیو کارکوونکي او خبریالان په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي.

د موبي ګروپ اوه کارکوونکي محمدجواد حسیني، زینب میرزايي، مهري عزیزي، مریم ابراهیمي، محمد حسین، محمد علي محمدي او حسین امیري څلور کاله مخکې د ۲۰۱۶ز کال د جنورۍ په شلمه کابل کې په یوه ځانمرګي برید کې شهیدان شول، دا پر رسنیو تر ټولو لوی او د بیان پر آزادۍ مرګونی برید وبلل شو.

د افغانستان او ایران لپاره د بې پولې خبریالانو سازمان مسوول رضا معیني په دې اړه وویل:«افغانستان ورته مهال د خبریالانو لپاره تر ټولو خطرناکه هېواد دی او ورته مهال په سیمه کې د اطلاع رسونې لپاره یو له ازادو هېوادونو دی.»
ورته مهال ځينې خبریالان او له رسنیو د ملاتړو بنسټونو چارواکي، د رسنیو له خوا د تاوتریخوالي زیاتوالي او د حقایقو سپړنه د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي دوام اصلي انګېزه ګني. 

د نی بنسټ مسوول عبدالمجیب خلوتګر په دې اړه وویل:«د بیان ازادۍ په وړاندې د افغانستان د خلکو دښمنانو بې باوري، ترهګر طالبان د بیان پر ازادۍ باور نه لري، هغه کسان چې د بیان ازادۍ په برخه کې کار کوي، په پرېکنده توګه د هغوی په وړاندې له قهرجن چلن کار اخلي، نن کله چې موږ د وژل شویو نوملړ وینو، ډېری وژل شوي د طالبانو له خوا دي.»

له رسنیو د ملاتړ بنسټ د شمېرو له مخې په ۲۰۱۶ز کال کې ۱۳ خبریالان، په ۲۰۱۷ز کال کې ۲۰خبریالان، په ۲۰۱۸ز کال کې ۱۷ خبریالان او په ۲۰۱۹ کال کې هم پنځه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د طالبانو او نورو وسله والو ډلو په بریدونو کې وژل شوي دي.

خبریال عابد مشعل په دې اړه څرګندوي:«رسنۍ له بېلابېلو لورو تر ګواښ او برید لاندې نیول کېږي، دلیل یې دا دی چې د افغانستان رسنۍ په ځانګړې توګه سترې رسنۍ، هغه حقیقتونه، معلومات او واقعیتونه چې په دغې ټولنه کې دي غواړي خلکو ته ورسوي.»

له رسنیو د ملاتړ بنسټ له هڅو سره سره تراوسه پر خبریالانو او د رسنیو پر کارکوونکو بریدونه نه دي کم شوي.

خبریالان د دغو تاوتریخوالو د دوام لامل د رسنیو دقیقه اطلاع رسونه ګڼي.

خبریال نظري پریاني وویل:«د دوی تر ټولو ډاګیزه مسله له ترهګرۍ سره د رسنیو او بیان ازادۍ مخامخ کېدل دي او همدا ډول هغه ګواښونه چې دولتي چارواکي یې د رسنیو په اړه لري او همدارنګه د مافیايي او جنايي جرمونو ډلې، دا پر رسنیو د ګواښونو د زیاتوالي بېلابېلې برخې دي.»

رحیم ایوبي د موبي ګروپ د کارکوونکو د هماغه موټر چلوونکی دی چې د ۱۳۹۴ کال د مرغومي په دیرشمه د طالبانو له ځانمرګي برید سره مخامخ شو نوموړی په دغه برید کې ټپي شو.

رحیم نن هم په موبي ګروپ کې دنده لري، هغه نن په دې مامور دی چې سید حبیب سادات له کوره دفتر ته ورسوي دا هم د موبي ګروپ هغه کارکوونکی دی چې په هماغه برید کې ټپي شوی و.

دا ځل دواړه یو ځای له هغه واټه تېرېږي چې ترخه خاطره ترې لري.

له دغو ټولو دردونو او ټپونو سره سره چې دغه دوه کارکوونکي یې لري تراوسه هم دندې ته دوام ورکوي.

د طلوع نیوز خبریال سید حسیب سادات وویل:«زه چې کله له دغه سړکه (دارالامان سړک) تېرېږم، هغه پېښه، هغه صحنه، فکر کوم چې په هماغه حالت کې یم. له ذهنه مې هېڅ نه لیرې کېږي، له سترګو مې هېڅکله لیرې نه دی.»

کلونه تېرېږي خو د رسنیو د دغو دوو کارکوونکو په شان چې خپل همکاران یې له لاسه ورکړي او تل یې په یاد ورځي ډېری هېوادوال هم دا ډول ترخې خاطرې په ذهنونو کې لري دا پېښې چې زړه بوږنوونکې او بې مخینې بلل شوې دي.د موبي ګروپ د لېږ رالېږد د برخې کارکوونکی عبدالرحیم ایوبي وايي:«خدای بښلی حسین مې تر څنګ ناست و، او له ما سره یې قصې کولې. هغه ورځ دې خدای بیا نه راولي! ډېره بده ورځ وه.»

شریک یي کړئ