بغلان ته د طلوع نیوز استول شوی خبریال سیدشریف امیري نن سېشنبې (د وږي په ۱۲مه) وویل چې پلخمري ښار کې د امنیتي ګواښونو د لهمنځه وړلو لپاره دغه ښار ته رسېدلي دي.
هغه زیاته کړه چې طالبانو په دشت کیلهګي کې څلور پوستې سوځولې دي.
هغه همدارنګه وویل چې ځانګړي ځواکونه تېره شپه د لارې پر مسیر له جګړې سره پلخمري ښار ته ورسېدل او تمه ده چې دغه ځواکونه د طالبانو په وړاندې جګړې ته دوام ورکړي.
د هغه په وینا، لاهم د پلخمري ښار کلابند دی او د کابل بغلان لویه لار او همدارنګه د بغلان - مزار او بغلان - کندوز لارې د تګ راتګ په مخ د درې ورځو لپاره تړلې دي.
خو له دې مخکې د کورنیو چارو وزارت ویلي و چې امنیتي او دفاعي ځواکونه د پلخمري ښار په درې برخو کې طالبان ځپلي او هغوی د بغلان د سمنټ خانې سیمې ته چې له پلخمري ښار څخه لیرې هغه ده شړي او له دې ډلې د معدن دېوال سیمه پاکه شوې ده.
دغه وزارت د ۲۱ طالب اورپکو له وژل کېدو او ۱۳ تنو ټپي کېدو او د ۸ تنو له اسیر کېدو خبر ورکوي.
په ورته وخت کې، د بغلان په ولایتي روغتون کې وايي چې د څلورو مُلکیانو په ګډون اته مړي او د ۲۸ مُلکیانو په ګډون ۴۰ ټپيان دغه روغتون ته راوړل شوي دي.
د طلوع نیوز خبریال زیاتوي چې د دغه ولایت ځينې اوسېدونکي د امنیتي ځواکونو د دفاع په ملاتړ وسلې پورته کړې دي.