د امریکا متحده ایالاتو پخوانی دفاع وزیر، رابرټ کټس ویلي که امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي، د دې خطر شته چې طالبان بیا افغانستان ونیسي او واک ته ورسیږي.
نوموړي (د غويي په ۲۰مه نېټه) له سي بي اِس ټلویزیون سره په مرکه کې زیاته کړې چې دا خطر واقعي دی چې طالبان به د امریکايي ځواکونو له وتو سره بیا افغانستان ونیسي.
نوموړي څرګنده کړې ده:«زما په اند د امریکايي ځواکونو وتو سره افغانستان کې راتلونکي شرایط مهم دي او د افغانستان دولت هڅې د راتلونکې لپاره مهمې اروزل کېږي.»
ګټس وړاندې ویلي له طالبانو سره د خبرو اترو هوکړې په پایله کې باید دا ډاډ حاصل وي چې دا ډله د کابل د حکومت یوه برخه وي.
دغه پځواني امریکايي چارواکي همداراز ویلي دي:«پوښتنه دا ده چې آیا پر یوې هوکړې خبرې کېږي چې په هغې کې طالبان مني دا چې د افغانستان پر اساسي قانون عمل وکړي او د سیاسي بهیر یوه برخه ووسي او که نه؟ دا په نورو افغانانو پورې تړاو لري تر څو د ټولنې په دې بدلون کې ونډه ادا کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې له طالب استازو سره د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد خبرې اترې تېره ورځ ماښام (پنجشنبې د غوايي په ۱۹ مه) له نهو ورځو وروسته پای ته ورسېدې.
ښاغلی خلیلزاد وايي چې په دغو خبرو اترو کې ځينې پرمخګتونه شوي دي.
خو هغه وړاندې وايي چې دا پرمختګ باید چټک شي او په افغانستان کې تاوتریخوالی کم شي تر څو نور خلکو ته زیان ونه رسیږی.
هغه وړاندې وايي:« د دوحې د خبرو بهیر مو پای ته ورساوه، په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو د چوکاټ د ټاکلو د اړخونو په اړه یو لړ پرمختګونو ته ورسېدو، موږ اصلي مسلې ته داخلېږو، ستونزې تل په جزیاتو کې وي.»
د خبرو اترو دا پړاو د مۍ میاشتې په لومړۍ نېټې دوحه کې پیل شوې خو د روژې مبارکې میاشتې په لومړۍ ورځ ودرول شوې او بېرته پیل شوې.
په همدې حال کې طالبانو هم د خبرپاڼې په خپرولو سره په ټوله کې خبرې اترې ښې بللې دي.