Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'ځينې طالب بندیان د هغوی د نوملړ پر بنسټ ازاد شوي نه دي'

طالبان وايي چې د دغې ډلې کابو سل بندیان لاهم د هغوی د نوملړ پر بنسټ ازاد شوي نه دي او د افغانانو ترمنځ خبرې اترې هغه مهال پیلېږي چې دغه بندیان د حکومت له خوا ازاد شي.

په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند وايي چې تېره ورځ ملاعبدالغني برادر په دې اړه له زلمي خلیلزاد، د قطر د لومړي وزیر له مرستیال او د قطر د بهرنیو چارو وزیر سره خبرې وکړې.
             
په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند محمد نعیم وویل:«پرون ملا عبدالغني برادر، مولوي عبدالحیکم حقاني، مولوي عبدالکبیر، ملا محمد شیرین آخند او ملا خیرالله خیرخوا د قطر د لومړي وزیر له مرستیال، د قطر د بهرنیو چارو له وزیر او د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد سره لیدنه لرله او په دې لیدنه کې د پاتې بندیانو د خوشي کېدو او د بین الافغاني خبرو د پېلېدو په تړاو خبرې وشوې.»
              
سیاسي فعال حسن حقیار هم وايي:«د طالبانو یو شرط همدا و تر هغې چې د دوی پنځه زره بندیان ازاد نه شي، له افغانانو سره مذاکرات نه پیلوي او د طالبانو په وینا تراوسه دا پنځه زره تنه د حکومت له بنده ازاد شوي نه دي.»

خو د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي چې د دې ډلې ټول بندیان د نوملړ له مخې د طالبانو د تخنکي ډلې له هر اړخیزې څېړنې وروسته خوشي شوي دي او اوس مهال کابل د بین الافغاني خبرو د پېلېدو په تمه دی.
 
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده  ناجیه انوري زیاتوي:«د طالبانو د بندیان د خلاصون بهیر د هغوی د ورکړل شوي نوملړ په مطابق شوی او دا بهیر بشپړ شوی دی.»

طالبان وایي چې تر اوسه پورې د دې ډلې شپږ هغه بندیان چې فرانسې او اسټرالیا یې په تړاو ملاحظې لرلې هم قطر ته نه دي استول شوي.
      
د سولې د عالي شورا پخوانی مرستیال قاضي محمد امین وقاد څرګندوي:«که چېرې دولت وکړای شي دغه بندیان تثبیت کړي، په لومړي سر کې مذاکرات پیل شي او له هغې وروسته د مذاکراتو په لړ کې له بنده ازاد شي.»

که څه هم د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی په قطر کې دی او کابل هم په بین الافغاني خبرو کې ګډون ته چمتو دی؛ خو داسې برېښي چې په دې بهیر کې نوې ستونزې په نژدې راتلونکې کې د دغو خبرو د پېلېدو احتمال کم کړی دی.

شریک یي کړئ