Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

څرګند د ولسمشر د سلاکارۍ ترڅنګ له اوهایو پوهنتونه هم معاش اخیستی

هغه سندونه چې طلوع نیوز ته رسېدلي د دې ښودونه کوي چې د ولسمشر یو لوړپوړی سلاکار، له یوه امریکايي پوهنتون سره د افغان حکومت په یوه پروژه کې، د هغه پوهنتون لخوا د پروژې د عملي کولو مسوول دی، او له هغه پوهنتون څخه یې معاش اخیستی دی.

د امریکا د اوهایو پوهنتون په انټرنیټي پاڼه کې په افغانستان کې د دغه پوهتنون لخوا د رغونې د لس مېلیون ډالري تړون د اخیستو خبره شوې ده، خو هغه سند چې طلوع نیوز ته رسېدلی د دې ښودنه کوي چې دغه پوهنتون د ټولګټو له وزارت سره د یو مېلیون او ۸۰۰ زره ډالرو په ارزښت د ودانیزو چارو یو تړون لاسلیک کړی دی. 

په دغو سندونو کې لیدل کېږي شاد محمد څرګند چې د ولسمشر غني لوړپوړی سلاکار دی د اوهایو پوهنتون لخوا د دې پروژې مسوول ټاکل شوی او د دې کار لپاره په دوو کلونو کې ۱۵۰ زره ډالر هغه ته معاش په پام کې نیول شوی دی. 

څرګند له هغې مخکې چې د ولسمشر سلاکار شي هغه وخت یې هم د امریکا له اوهایو پوهنتون سره همکاري لرله.

د ولسي جرګې غړی رمضان بشردوست وايي:«په افغانستان کې موږ د ستر او پېچلي مافیايي دولت شاهد یوو چې ټول ارګانونه یې، په لوړو مقامونو کې، نه یوازې سلاکاران؛ بلکې په خپله عالي مقام هم شرکت لري، او شرکت یې د بېلګې په توګه د تېلو معافیات اخلي.»

د ترانسپورت وزارت چې اوس د فواید عامې وزارت ورسره یو ځای شوی په دې اړه څه نه وايي او له دغه وزارت سره د تېرو څو ورځو تماسونه بې پایلې وو. ولسمشرۍ دفتر هم په دې اړه خبرو ته حاضر نه دی چې څرنګه شاد محمد څرګند د ولسمشر د سلاکارۍ ترڅنګ د یوه امریکايي پوهنتون لخوا په افغانستان کې د بیارغونې یوه پروګرام مسوول هم دی.

د ولسي جرګې غړی عبدالقیوم سجادي څرګنده کړه:«یو کس نه شي کولای له دوه دولتي منبعو، هم مهاله معاش واخلي او همدارنګه، د قانون پر بنسټ، کسان نه شي کولای له خپلو دولتي منسبونو څخه د اقتصادي پروژو او تړونونو په عقد کې استفاده وکړي.»

په دې اړه د شاد محمد څرګند د نظر په اخیستو هم بریالي نه شوو او هغه برېښنا لیک چې نوموړي ته مو ولیږه بې ځوابه پاتې دی.

له دې مخکې هم په دې اړه چې دولتي چارواکي په افغان حکومت کې پر کار سربېره یو شمېر بهرنیو ادارو ته کار کوي او له هغوی لوړ معاشونه اخلي رپوټونه خپاره شوي دي او دا چاره له ډېرو نیوکو سره هم مخامخ شوې ده. 

شریک یي کړئ