د کابل د کورنیو او بهرنیو امنیتي جرمونو د څېړنې استېناف محکمې، نن (یکشنبې د کب په ۱۸مه) څلور تنه یې د یوه ۱۱ کلن هلک د تښتولو او وژلو په تور په اعدام محکوم کړل.
دغو کسانو، کابو دوه نیم کاله مخکې د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ له خشکي کلي څخه ۱۱ کلن نقیب الله وتښتوه او وروسته یې ووژه.
د دغه ماشوم کورنۍ وايي انسان تښتوونکو د نقیب الله د خوشې کولو په بدل کې د ۵ مېلیونه کلدارو غوښتنه کړې وه.
د نقیب الله پلار زړګی وايي:«۲۷ ورځې مې زوی په بند کې وه؛ تښتوونکو له ما پیسې هم واخیستې خو بیا هم زما زوی یې وواژه او د هغه مړی یې په یوه باغ کې خښ کړی و.»
که څه هم دغه کسان د ننګرهار د لومړنۍ محکمې له لوري هر یو یې پر ۳۳ کاله بند محکوم شوي وو؛ خو د کابل استېناف محکمې دغه کسان پر اعدام محکوم کړل.
د دغې قضیې څارنوال وايي دغو انسان تښتوونکو په خپلو لومړنیو خبرو کې پر نورو جرمونو هم اعتراف کړی دی.