Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چارواکو پکتیا کې د ۶ طالب وسله‎والو له وژل کېدو خبر ورکړ

په پکتیا ولایت کې چارواکي د بهرنیو ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې د یوولسو طالب جنګیالیو د مرګژوبلې خبر ورکوي.

د پکتیا د والي د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ولایت د سید کرم ولسوالۍ په کوهسین سیمه کې د بهرنیو ځواکونو د هوایي بریدونو له امله شپږ طالب جنګیالي وژل شوي او پنځه نور یې ټپيان شوي دي.

خبرپاڼه همداراز زیاتوي چې د یادې ولسوالۍ په کوهسین سیمه کې طالبان فعاله حضور لري، خو طالبان بیا په دې بریدونو کې د خپلو جنګیالیو د مرګژوبلې خبر تایید کړی نه دی.

سید کرم ولسوالۍ په کوهسین سیمه کې د بهرنیو ځواکونو د هوایي بریدونو له امله شپږ طالب جنګیالي وژل شوي او پنځه نور یې ټپيان شوي دي

شریک یي کړئ