Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

چارواکي؛ د طالبانو بریدونه د جګړې د فصل د پای نښې دي

د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، دا چې پر امنیتي ځواکونو د طالبانو بریدونو شدت موندلی، سبب يې دا دی چې د جګړې فصل پای ته په نږدې کېدو دی. 

د دې وزارت ویاند نجیب دانش وايي، دوی هم د ژمنیو عملیاتو لپاره پلان تیار کړی دی، چې د ژمي له پیل سره به پیل شي. 

هغه وویل: «دې ورځو کې به ژمني عملیات په ټول هېواد کې پیل شي، پلان يې جوړ شوی، چې ان شاء‌الله د جدي په لومړۍ به دا عملیات پیل شي.»

په ورته وخت کې په فراه کې سیمه ییز چارواکي وايي، په وروستیو څو ورځو شپو کې د دې ولایت ځینې ولسوالۍ او ان د ښار یو شمېر برخې د بریدونو شاهدې وې.

د ولایتي شورا غړی داد الله قانع وايي طالبان غواړي فراه خپل مرکز وګرځوي او له دې ځایه نورو ولایتونو ته نفوذ وکړي. 

هغه وویل: «د مخالفینو تمرکز پر دې دی چې له فراه نه د خپل یو مرکز په توګه کار واخلي، چې له دې ځایه بیا نورو ولایتونو ته نفوذ وکړي.»

د فراه د ګلستان ولسوالۍ ولسوال محمد زاهد وايي، نا امني ځکه ډېره شوې چې د ولایت د مساحت په نسبت د امنیتي ځواکونو شمېر خورا کم دی. 

زاهد زیاته کړه: «د فراه ډېرې ولسوالۍ ډېرې نا امنه دي، ځکه چې فراه ډېر لوی ولایت دی، خو په مقابل کې يې د نظامي ځواکونو تشکیل کم دی.»

  د هېواد په سویل کې بیا سیمه ییز چارواکي د طالبانو د بریدونو د زیاتولي علت دا هم بولي، چې پرمختللو وسلو ته يې لاس‌رسی پیدا کړی دی.

د هلمند والي یاسین خان وايي: «له دواړو ګاونډیو هېوادونو د استخباراتي شبکو له لارې جنګي وسایل توزیع کېږي، دا موږ ته په لاس هم راغلي چې نړۍ ته مو وښودل.»

خو د هېواد په نورو برخو کې جګړیزو وسلو ته د طالبانو د لاسرسي خبر هم ورکړل شوی چې ښکېلو خواوو ترې کار اخیستی دی.

د هېواد په ختیځ ولایت ننګرهار کې د بټي کوټ ولسوال نعمت الله مشخصاً د یو هېواد نوم اخلي او وايي: «نوي وسایل ډېری روسي دي، چې له طالبانو سره دي.»

طالبانو دا ډول څرګندنې رد کړې او ويلي يې دي چې له دوی سره شته وسلې د امنیتي ځواکونو پر مرکزونو به له بریدونو وروسته د دوی لاس ته ورغلې دي.
 
د کورنیو چازو وزارت ویاند نجیب دانش وايي، دوی هم د ژمنیو عملیاتو لپاره پلان تیار کړی دی، چې د ژمي له پیل سره به پیل شي. 

شریک یي کړئ