داعش ډلې په غور ولایت کې د یوې ویډیو په خپرولو سره ادعا کړې چې په دغه ولایت کې د خپلو د غړو د روزنې په حال کې دي.د
د غور امنیه قومندان د دغه ویډیو له پخلي سره وايي چې داعش ډله د فیروز کوه ښار په شمال کې د اډې د جوړېدو په حال کې دي او د ماشومانو په ګډون په لسګونه تنه د ترهګریزو بریدونو لپاره روزي.
په همدې حال کې د غور د ولایتي شورا غړي په دغه ولایت کې د داعش ډلې د پټنځای د جوړولو په اړه ګواښ کوي.
هغه تصویرنه چې د داعش ډلې له خوا خپاره شوي دي د غور پولیس د دې پخلی کوي چې دغه تصویرونه د فیروز کوه په شمال کې ثبت شوي دي ښيي چې داعش ډله ماشومان او تنکي ځوانان په یوې مدرسه کې روزي او له داعش پیروي کوي، د دغو ماشومانو روزونکي په عربي ژبه خبرې کوي او اعلان وي چې د ابوبکر البغدادي له امر څخه پیروي کوي.
اخوا د غور امنیه قوماندان ټینګار کوي چې داعش ډله په دې ولایت کې د جنګیالیو د جذبولو په حال کې ده.
د غور امنیه قومندان جنرال مصطفي محسني په دې اړه وویل:«داعش ډله تصمیم لري چې د فیروز کوه ښار په شمال کې د ځان لپاره یوه ستره اډه جوړه کړي چې دا کار د اندېښنې وړ دی کهچېرې اډې جوړې شي،داعش ډله له دغو برخو څخه به د هېواد ۹ ولایتونه وکواښي.»
اخوا د غور د ولایتي شورا یوشمېر غړي د فیروز کوه په شمال کې د مرغاب په سیمه کې د داعش حضور او د سرتیرو له جذبولو اندیښنه څرګندوي او دا د غور ولایت لپاره ستر ګواښ بولي.
د غور د ولایتي شورا مرستیال بصیر احمد قادري وویل:«کهچېرې د دغې دلې غړي په مرغاب کې اډه جوړه کړي او فعالیتونه یې پراخ شي، کولای شي چې د غور لپاره ستر ګواښ رامنځته کړي او دا واقعاً د اندېښنې وړ دی.»
په همدې حال کې د مدني ټولنې یو شمېر فعالان وايي چې داعش ډله له یوه کال راهیسې په غور کې د اورپکو د جلبولو په حال کې ده خو امنیتي ادارو په دې برخه کې هېڅ اقدام نه دی کړی.
په غور کې د مدني ټولنې فعال محمد ګل پویا وايي:«دغه ډله یو کال کېږي چې په دغو برخو کې پیدا شوي او ځانونو ته یې پټنځایونه جوړ کړي.اوس له مرغاب څخه نورو برخو ته ځي او د ځان لپاره جنګیالی نیسي.»
تر دې وړاندې هم د داعش دوه مبلغان چې له هرات او نیمروز څخه د غور په لور روان وو د امنیتي ځواکونو لخوا ونیول شول.
له هغوی د داعش ډلې یوه اندازه تبلیغاتي توکي او سندونه ترلاسه شوي دي.