Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چارواکي: تړوني شرکتونه د اړتیا وړ اکسیجن روغتونونو ته نه رسوي

د افغان جاپان او علي جناح روغتونونو چارواکو د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۹مه) وویل چې د اکسیجن د تولید تړوني (قراردادي) شرکتونه د خپلو ژمنو پر خلاف د دغو روغتونونو د اړتیا وړ اکسیجن نه رسوي.

د دغو روغتونونو چارواکي وايي چې ټول ناروغان دایمي اکسیجن ته اړتیا لري او د دغې ستونزې د حل لپاره د اکسیجن د تولید کابو نوي سیارې دستګاوې پېرل شوې دي.
 
په علي جناج او افغان جاپان روغتونونو کې د اکسیجن د کمښته له نیوکو وروسته، دغه روغتونونه اوس د اکسیجن د تولید په وړو دستګاوو سره سمبال شوي؛ خو دغه دستګاوې لږ اکسیجن تولیدوي او هغو ناروغانو ته ورکول کېږي چې، لږ اکسیجن ته اړتیا ولري.

د افغان - جاپان روغتون د عامه اړیکو مسوول جمال عباس وايي:«۶۰ پایه د اکسیجن کنسناټور ماشینونه پېرل شوي چې د لس لیتره اکسیجن د تولید وړتیا لري او دم ګړۍ د اکسیجن ستونزه په ټولیزه توګه حل شوی دی.»

د عامې روغتیا وزارت او د اکسیجن د تولیدونکو شرکتونو تر منځ د هوکړې له مخې د خراسان، حیات او میهن دوست په نامه شرکتونه باید په ۲۴ ساعتونو کې د اکسیجن ۴۵۰ ډبې د محمد علي جناح روغتون ته او همداراز د جنګلک، واحد، افغان او صداقت په نامه شرکتونه باید د افغان جاپان روغتون ته د اکسیجن ۵۰۰ ډبې ورسوي؛ خو یاد شرکتونه لا تر اوسه په دې نه دي بریالي شوي چې ژمنه شوې ډبې یادو روغتونونو ته په بشپړه توګه ورسوي.

د افغان - جاپان روغتون د اداري برخې کارکوونکی عبدالظهور احدي وویل:«ټولو شرکتونو ۳۵۰ یا ۴۰۰ ډبې اکسیجن به یې راوړه، په داسې حال کې چې دغه څلور شرکتونه له موږ سره په یوې ورځ کې ۵۰۰ ډبې تړون لري چې باید یې راوړي، خو کم راوړي او د تړون شمېر نه پوره کوي.»

دمګړۍ، په محمد علي جناح او افغان جاپان روغتونونو کې د کوویډ۱۹ څه باندې ۱۵۰ ناروغان بستر دي او شاوخوا ۸۰ کسان یې ۲۴ ساعته اکسیجن ته اړتیا لري.

د محمد علي جناح روغتون رییس محب بارکزی څرګندوي:«شرکتونو په بشپړه توګه د محمد علي جناح د اړتیا وړ اکسیجن نه راوړي او له ځنډ سره یې راوړي منظم نه دي.»

خو د اکسیجن تولیدونکي شرکتونه وايي، که چېرې عامې روغتیا وزارت دوی ته ډېرې ډبې ولېږي؛ نو دوی به هم یادو روغتونونو ته ډېر اکسیجن ولېږي.

د صداقت د اکسیجن د تولید شرکت مسوول سید عالم شاه هم په دې اړه زیاتوي:«زموږ ستونزه دا ده چې روغتون تشې ډبې موږ ته په وخت نه راوړي. موږ ۰۹:۰۰ ۵ ډبې اکسیجن راوړي اوس چې ۱۰:۳۰ بجې دي نه دي توانېدلي چې موږ ته ۵۰ تشې ډبې راکړي.»

د جنګلک د اسیجن د تولید شرکت استازی هم وايي:«روغتون دې وزارت ته وړاندیز وکړي روغتون چې یوازینۍ ستونزه لري د اکسیجن ډبې دي.»

تازه د افغان جاپان او محمد علي جناج روغتونونو بیړنۍ برخې، په دې ډول سره د اکسیجن له ډبو سره نښلول شوي دي. 

عامې روغتیا وزارت وايي، ډېر ژر به د دونیم تر درېیو مېلیونو ډالرو په لګښت سره د افغان - جاپان او علي جناح روغتونونو په ګډون شپږ دولتي روغتونونه د اکسیجن د تولید په دستګاوو سره به سمبال شي.

شریک یي کړئ