Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چارواکي: جوزجان کې طالبانو سره نښته کې ۱۲افغان سرتېرو ژوند بایللی

د جوزجان سیمه ییز چارواکي وايي اقچې ولسوالۍ کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ نښته کې ۱۲ افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپیان دي.

د والي ویاند، معروف آذر نن(چهارشنبه د غبرګولي په ۲۸مه نېټه) وايي چې طالبانو تېره نیمه شپه د افغان ځواکونو پر دوو پوستو بریدونه وکړل.

دی زیاتوي چې نښته کې پنځه طالب وسله وال وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

سیمه ییز چارواکي وايي چې طالبانو څلور افغان سرتېري له یوه زغره والو ټانک سره بیولي دي.

ښاغلی اذر همداراز زیاتوي چې د افغان ځواکونو دوه زغره وال ټانکونه ویجاړ شوي دي.

طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

سیمه ییز چارواکي وايي چې طالبانو څلور افغان سرتېري له یوه زغره والو ټانک سره بیولي دي

شریک یي کړئ