Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چارواکي: د بدخشان نسي ولسوالۍ د طالبانو له شتونه پاکه شوه

د بدخشان امنیتي چارواکي وايي چې د نسي ولسوالۍ د پنځلس وروځنیو پوځي عملیاتو په لړ کې د طالبانو له شتونه په بشپړه توګه پاکه شوې ده.

د بدخشان امنیه قومندان وايي دا ولسوالۍ د پنځه لس ورځینو عملیاتو په پایله کې د وسله‎والو له شتونه پاکه شوه. د مسوولانو په وینا په دغو عملیاتو کې طالبانو ته زیاته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بدخشان امنیه قوماندان صابر ارین وایي چې د دغې ولسوالۍ په یوه لیرې پراته کلي کې امنیتي ځواکونه کلا بندۍ کې دي.  د نوموړي په وینا په دغو عملیاتو کې طالبانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

ښاغلي ارین په دې اړه څرګنده کړه:«موږ د کلابندۍ کړۍ تنګه کړه. زموږ د عملیاتو پڅوالی یوازې د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره وو.»

د بدخشان امنیه قومندان وايي چې د طالبانو د ټولو ډلو تر له‎منځه وړلو پورې به عملیات دوام ولري او دغه راز یې خپلو ټولو تر لاس لاندې ځواکونو ته امر کړی هغه طالبان چې نیسي ژوندي پرې نه‎ږدي.

د بدخشان امنیه قومندان زیاته کړه:«زموږ عملیات د نسي تر بشپړ چاڼ پورې به دوام ولري... موږ پرېکنده لارښونه کړې چې هېڅ طالبان ژوندی ونه نیسي. موږ به طالبانو ته اجازه ور نه کړو ترڅو د دروازو امنیت خراب کړي.»

اخوا د بدخشان ځايي چارواکي وايي چې پرون طالبانو په یفتل پاین ولسوالۍ کې په یوه غلچکي برید کې د دولتي ځواکونو دوې پوستې ونیولې او ماینونه یې کېښودل خو دولتي ځواکونو دغه پوستې بېرته ونیولې.

د بدخشان د والي مرستیال اخترمحمد خیرزاده وايي:«موږ دوه مورچلې چې له لاسه ورکړې وې بېرته ونیولې. په هغه ځای کې ماینونه اېښودل شوي وو. زموږ تدابیر دا دي چې په راتلوونکي کې دغو سیمو کې عملیات ترسره کړو.»

خو په بدخشان کې د ولسي پاڅونوالو قوماندان وايي تر هغې چې دولتي ځواکونه د کلیو د امنیت په ټېنګښت کې له خلکو او ولسي پاڅونوالو ملاتړ ونه کړي، دا عملیات به ګټور نه وي.

بدخشان کې د ولسي پاڅون کوونکو ځواکونو قومندان نذیر محمد نیازي وویل:«که‎چېرې دولتي ځواکونه سیمې د خلکو او ولسي پاڅون کوونکو له خوا ارامه نه کړي، د دوی لپاره ډېره ستونزمنه ده. ځکه چې دولت نه شي کولای ټولې سیمې وپوښي. تر دې اندازه بشپړ ځواکونه نه لري چې سیمې وساتي.»

په بدخشان کې پوځي کارپوهان وایي چې په بدخشان کې د طالبانو اصلي مرکز په وردوج ولسوالۍ کې دی او تر هغې چې دا ولسوالۍ د طالبانو له شتونه پاکه شوي نه وي د بدخشان په نورو برخو کې به عملیات مثبته پایله ونه لري.

د بدخشان امنیه قوماندان صابر ارین وایي چې د  ګډو امنیتي ځواکونو له پنځلس ورځنیو عملیاتو وروسته طالبان له نسی ولسوالۍ شړل شوي دي.

شریک یي کړئ