Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چارواکي: سمنګانو کې د افغان ځواکونو او طالبانو  ترمنځ نښتې

د سمنګان دره صوف پایان ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ سرپرست وایي طالبان د ولسوالۍ د مرکز یو کیلومټرۍ ته رسېدلي او له دولتي ځواکونو سره په نښته دي.

لومړی څارن امیر حمزه مرادي طلوع نیوز ته(پنج‎شنبې د وري په ۲۹مه نېټه) وویل، تېرو دوو ورځو کې د پولیسو او طالبانو ترمنځ نښته کې، درې تنه پولیسو ژوند بایللی او ۶ نور ټپیان دي.

مرادي خبرداری ورکړی که کومکي سرتېري ور ونه رسېدي، ښایي طالبان د دره صوف پایان ولسوالۍ ونیسي.

د دره صوف پایان ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ سرپرست په وینا، د ولسوالۍ مرکز ته نږدې دوه پوستې طالبانو نیولې دي او حکومت دې نور کومکي سرتېري ور ولېږي.

په همدې حال کې د یوه بل خبر له مخې د هېواد دفاع وزارت وایي، غزني کې ۲۲ تنه طالب وسله‎وال وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان دي.

دفاع وزارت له خوا خپره شوې خبرپاڼه وایي، د غزني زیوج او منګور سیمو کې ۴ تنه وژل شویو طالبانو کې د سلام په نوم د دې ډلې سیمه ییز مشر وو چې هوایي برید کې په نښه شوي.

خبرپاڼه وایي، د غزني په ګیلاو او ګیرو ولسوالیو کې بیا د کمانډو ځواکونو هوایي عملیاتو کې ۱۶ تنه طالب وسله وال وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.

چارواکو خبر ورکړی که کومکي سرتېري ور ونه رسېدي، ښایي طالبان د دره صوف پایان ولسوالۍ ونیسي

شریک یي کړئ