د میدان وردګو سیمه ییز چارواکي نن(یکشنبې د غبرګولي په ۱۸مه نېټه) وايي چې طالبانو د جمعې په ورځ یاد ولایت کې د یوې کورنۍ څلور غړي وژلي دي.
د والي ویاند، محب شریفزی څرګندوي چې دغه پېښه د میدان وردګو په چک ولسوالۍ کې شوې ده او طالبانو یو قومي مشر، مېرمن، زوی او د هغه یو لمسی وژلی دی.
ښاغلي شریفزي په دې تړاو جزئیات نه دي ورکړي.
طالبانو دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې پېښه د افغان ځواکونو یوې پوستې ته نېږدې شوې ده او دوی پورې تړاو نلري.