Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چارواکي: طالبانو په کندز کې د نجونو پر لیلیې له برید وروسته د هغوی پر یو شمېر تېری کړی

د هېواد پوځیان طالبان تورنوي چې د کندز پوهنتون د نجونو د لیلیې د ادارې له نیولو وروسته‎یې، د دغې لیلیې پر یو شمېر زده‎کړیالانو تېری کړی دی.

خو طالبانو دا ادعا رد کړي ده.

د پوځ قوماندانان پرده پورته کوي چې د کندز په نورو سیمو کې هم، طالبانو دغه ښار ته له ننوتلو وروسته، پر نجونو او ښځو تېری کړی دی.

د طلوع‎نیوز خبریال، ولي آرین چې د دغه پوهنتون لیلیې ته تللی دی وايي چې طالبانو د دغې لیلیې ټول اساسیې او توکي ویجاړ کړي دي.

هغه وايي چې اسخباراتي موندنې ښيي چې طالبانو دغې لیلیې ته له ننوتلو سره، پر څو هغو نجونو چې دلته پاتې ول، جنسي تېری کړی دی.

د پوځ افسر، سید اقبال سادات وايي: " څو تنه نجونې دلته پاتې وې، زه د دغه ځای مسؤل یم له خلکو سره مې خبرې وکړې او وویل چې دغه کار شوی دی".

وړاندې هم، دلته د یو شمېر نجونو له وژل کېدو څخه، رپوټ ورکړل شوی وو.

د پوځ افسر، محمد صفدر اندرابي وايي: " امنیتي او کشفي ارګانونو چې موږ ته رپوټ راکړی دی ښکاري چې دغه ډول څه شته خو موږ تر اوسه د هغې کوم آثار نه‎دی موندلی".

د هېواد د پوځیانو په باور، هر هغه څه چې د طالبانو له لاسه راشي، هغوی به‎یې ونه‎سپموي.

له بلخوا د کندز پوهنتون رییس، عبدالقدوس ظریفی وایې: " ځکه چې لوي اختر و، نو زموږ ټول محصلین رخصت و او د اختر په ترڅ کې هیڅ یوه محصله په لیلیه کې نه وه ، کله چې په کندز کې جګړه پیل شو نو د کندز په هیڅ ښځينه لیله کې محصلین نه و. دا ګنګوسې چې خپرې شوي دي زه یې کاملآ ردوم او دا یو غلط خبر دی، زموږ محصلین په کورنو کې و."

د ۲۰۹ شاهین قول اردو د دوهمې لوا قوماندان، احمد حبیبي وايي: " له بده مرغه ووایم چې طالبانو چې د اسلام له نوم څخه کومې کړنې ترسره کوي چې د اسلام پر خلاف دي".

کندز ښار ۱۰ ورځې وړاندې د طالب بلواګرو له‎خوا ونیول شو. له هغې ورځې راهیسې د هېواد امنیتي چارواکي د دې په هڅه کې دي ترڅو دغه ښار او دغه ولایت د دغو بلواګرو له شتون څخه په بشپړه توګه پاک کړي.

د هېواد پوځیان طالبان تورنوي چې د کندز پوهنتون د نجونو د لیلیې د ادارې له نیولو وروسته‎یې، د دغې ل

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه