ننګرهار کې چارواکي د دې پخلی کوي چې د جمعې په ورځ(د سلواغې په ۲۵مه) د دغه ولایت د سرخ رود ولسوالۍ په ککړګ سیمه کې هوايي برید، د یوه ماشوم په ګډون نهه تنه ولسي وګړي وژلي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي نن (شنبې د سلواغې په ۲۶مه) طلوع نیوز ته وویل چې د دغې پېښې د څېړلو لپاره پلاوی ګومارل شوی دی:«د ننګرهار د والي په امر، یو پلاوی ګومارل شوی څو د پېښې څرنګوالی په هر اړخیزه توګه وڅېړي.»
د پېښې شاهدان وايي چې قربانیان له یوه بازار څخه د راستنېدو په حال کې وو چې موتر یې د دولتي ځواکونو د چورلکو له خوا په نښه شول.
د دغې پېښې شاهد هجرت الله وايي چې ما په خپله ولیدل چې له هوا پر قربانیانو برید وشو:«له هوا په دغه موټر درې ډزې وشوې او له هغې وروسته ساحیې ته راګوز شول.»
د پېښې یو بل شاهد محمد هاشم هم زیاتوي:«الله دې داسې تباه کړي لکه چې موږ یې تباه کړو.»
محمد یوسف وايي په دغه برید کې یې دوه وروڼه او یو وراره وژل شوي دي:«دوه وروڼه او یو واره مې په کې وو چې له بازاره راستانه شوي و. کله چې سړک ته راورسېدل هغوی یې وویشتل.»
د سرخ رود ولسوالۍ هوايي برید په داسې حال کې ترسره کېږي چې په وروستیو اوونیو کې په هوايي بریدونو کې د ملکي کسانو وژلو په تړاو نیوکې زیاتې شوې دي.
د هلمند ولایت ځينې اوسېدونکي هم وايي چې په دې وروستیو کې د دغه ولایت په ځينو برخو هوايي بریدونه زیات شوي دي.
د هلمند اوسېدونکی عصمتالله څرګندوي:«د هلمند په موسی کلا، کجکي او باغران ولسوالیو کې، ډېر هوايي بمبارۍ شوې دي.»
د هلمند بل اوسېدونکی بسمالله هم وايي:«باید داسې بمبارۍ ونه شي چې په هغو کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واوړي.»
ملي دفاع وزارت په خپلو عملیاتو کې د ولسي وګړو خوندیتوب ته په پاملرنې ټينګار کوي.
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان په دې اړه زیاتوي:«د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه له وروستي لازم دقت څخه استفاده کوي څو د خپلو عملیاتو په لړ کې ولسي وګړو ته زیان ونه رسېږي.»
وروستیو ورځو کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په خپل یو رپوټ کې ویلي چې په تېرو دولس میاشتو کې یوازې د حکومت لخوا ترسره شوو هوايي بریدونو کې ۴۸۵ مُلکیان وژل شوي او ۲۶۵ تنه نور ټپيان شوي دي.