افغان ځواکونو د تخار والي، محمد یاسین ضیا په مشرۍ له طالب وسلهوالو سره د نښتې په ترڅ کې د خواجهغار ولسوالۍ بېرته تر خپلې ولکې راوستې ده.
د تخار والي، دوشنبه سهار د کوکچې سیند څخه د طالبانو پر وړاندې د امنیتي ځواکنو مشري کوي او د نوموړي په مشرۍ عملیات لا هم په بریالیتوب سره پر مخ روان دي او طالب وسلهوال یې په شا تمبولي دي.
ښاغلي ضاء ویلي دي:"اوس هم د دواړو لورو ترمنځ په قوروق کلي کې نښتې روانې دي او ټاکل شوې ده چې تر راتلونکو ساعتونو پورې افغان ځواکونه د کندز دشت ارچي ولسوالۍ پورې مخکې ولاړ شي."
چارواکي وايي چې د نښتې په ترڅ کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتي ده چې کره شمېره یې نه ده څرګنده، خو تر اوسه یې د جګړې په ډګر کې ۶ مړي پاتې دي.
ضیاء وړاندې وویل:"له بده مرغه چې په دې نښتو کې افغان ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده چې ۴ تنه شهیدان دي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي."
په وژل شویو او ټپیانو کې د تخار والي دوه ساتوونکې وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
سیمهییز چارواکي وايي چې د تخار مرکز تالقانو څخه د افغان ځواکونو مرستې ته نور ځواکونه رسېدلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې طالب وسلهوالو له تېرې اوونۍ راهیسي خپل بریدونه زیات کړي دي.
په دې اړه مو اندونه