Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چارواکي: کونړ کې نېږدې۱۲۰۰داعش جنګیالي شته

د کونړ سیمه‌ییز چارواکي وايي چې د دغه ولایت څلورو ولسوالیو کې داعشیان فعالیت کوي چې شمېر یې کابو ۱۲ سوه کسانو ته رسیږي.

د کونړ والي، عبدالستار میرزکوال له طلوع نیوز سره خبرو کې زیاتوي چې په یاد شمېر داعشیانو کې بهرني وګړي هم شامل دي.

هغه وړاندې وايي:« زموږ د کشفي ارګانونو د مالوماتو له مخې، تر ۱۲۰۰داعش جنګیالي شته دي او د منځنۍ اسیا، عربانو او پنجابیانو په ګډون او د بنګله دیشي جنګیالي هم شته. دوې درې ایرانۍ  کورنۍ هم شته.»

په همدې حال کې د کونړ ولایت اوسېدونکي که څه هم له ډېرې ویرې سره له رسنیو سره خبرې کوي، په دې ولایت کې د داعش د شتون په تړاو اندېښنه لري.

سیمې اوسیدوونکی، رسول خان څرګندوي:« د داعشیانو شمېر زیات دی او په لوړو سیمو کې دي، د ورځې لخوا را ښکته کېږي، او د شپې بیا ځي.»

 همداراز د سیمې بل اوسېدونکی، عبدالله زیاتوي:« په لوړو سیمو کې داعش حضور لري او که دولت اقدام وکړي، موږ له دولت سره دریږو.»

که څه هم حکومت ادعا کوي چې د داعش ډله په ننګرهار کې دوي له مینځه وړې خو بیا طالبان دا ادعا رد وي او وايي داعش ډله دوي له مینځه وړې ده.

د کونړ امنیه قومندان، سمنوال شفیق الله سحر بیانوي:« څو ورځې مخکې موږ اووه ښځې ونیولې چې له ډلې یې څلور یې پاکستانۍ وې او درې نور یې د ترکمنستان او بیا مو هغوی اړوندو ارګانونو ته وسپارلې.»

دا اندېښنې په داسې حال راپورته کیږي چې ویل کیږي یو شمېر داعشیان له ننګرهاره کونړ تللي دي

د کونړ ولایتي شورا یو غړی وايي زیات شمېر داعشیان له ننګرهار څخه کونړ ته ورغلي دي دوي له حکومت څخه غواړي چې د داعش پر ضد دې پر وخت اقدام وکړي .

د کونړ ولایتي شورا غړی، ملک شېرزمین زیاتوي:« ښایې په راتلونکې کې په یوه ګواښ بدل شي ځکه چې سبا بیا خلک په عذاب نشي، د ولایتي شورا غوښتنه له دولته دا ده چې دوی(داعش ډله) وځپي څو د ننګرهار ولایت کې چې له منځه ولاړل، له منځه ولاړ شي.»

د کونړ سیمه ایز چارواکي وايي  د کونړ په څلورو ولسوالیو کې څوکۍ ، نارنګ، نورګل او چپه دره کې داعش ډله فعالیت لري.

د کونړ ولایتي شورا وايي داعشیان له ننګرهار ولایته وراوښتي دي

شریک یي کړئ