Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چین ته د افغان سولې په تړاو د داوودزي سفر

د سولې عالي شورا د دارالانشاء رییس او د سولې په موخه د سیمه‎ييزې اجماع لپاره د ولسمشر ځانګړی استازی د چین پلازمېنې بیجینګ ته ورسید.

ټاکل شوې محمدعمر داوودزی به د چین د نړیوالو اغېزمنو اړیکو په انسټیټیوټ کې وینا وکړي.

ښاغلی داوودزی به په یاد انسټیټیوټ کې د سولې خبرو اترو د پرمختګ او همداراز د دې بهیر لپاره د سیمه‎ييزې اجماع پر اغېزې خبرې وکړي.

دی په چینايي څېړونکو ته پر موضوع اړوندو پوښتنو ته ځواب ووايي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې د بهیر په تړاو د امریکا هڅې هم ګړندۍ شوې دي او قطر کې د طالبانو او امریکايي استازو درې ورځنۍ خبرو درلود. طالبانو ته نېږدې سرچینې وايي په تېرو دریو ورځو کې د امریکايي ځواکونو پر وتو او د اوربند پر احتمالي عملي کیدو بحثونه شوي.

په تېرو دوو ورځو کې له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو پر وتو او همداراز پر دوه اړخیز اوربند هم خبرې شوې دي.

په همدې حال کې د افغانستان حکومت وايي طالبان باید د حکومتي پلاوي سره خبرې وکړي داځکه چې وروستې پریکړه د افغانستان حکومت په لاس کې ده.

له بلې خوا په اسلام اباد کې د چین سفیر وايي چین له طالبانو سره تماس لري او یو ځانګړی استازی یې دوحې ته لېږلی ترڅو د طالبانو له سیاسي دفتره لیدنه وکړي.

دغه چینايی دیپلومات په دې باور دی که امکان ولري چین به پر طالبانو فشار راوړي ترڅو د سولې له بهیر سره یو ځاي شي او چین به طالبان د یوه سیاسي ځواک په توګه وپېژني.

ښاغلی داوودزی به په یچین د نړیوالو اغېزمنو اړیکو په انسټیټیوټ کې د سولې خبرو اترو د پرمختګ او همداراز د دې بهیر لپاره د سیمه‎ييزې اجماع پر اغېزې خبرې وکړي

شریک یي کړئ