Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چین: بهرني ځواکونه باید په مسوولانه توګه له افغانستانه ووځي

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ژائو لیجیان سې‎شنبې(د کب په ۱۳مه نېټه) خبري ناسته کې وویل چې بیجینګ په دې باور دی څو له افغانستانه بهرني ځواکونه په منظم او مسوولانه توګه ووځي.

هغه زیاتوي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو مسوولانه وتل به لامل شي چې افغانستان کې تل پاتې لېږد حالت تضمین شي، د امنیتي خلا له رامنځته کېدو مخنیوی او د ترهګریزو بنسټونو پیاوړې کولو لپاره فرصت پاتې نشي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز هیله څرګنده کړې، څو د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه افغانستان کې د سولې لامل شي.

د شنبې په ورځ د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک په دوحه کې لاسلیک شو چې ورته نیول شویو مراسمو کې د ۳۰ هېوادونو او نړیوالو بنسټونو استازو ګډون کړی وو.

د هوکړې له مخې امریکايي ځواکونه به ۱۳۵ ورځو کې له افغانستانه وځي. امریکا اوس مهال افغانستان کې ۱۳ زره سرتېري لري چې د هوکړې له مخې به یې لنډ مهال کې یو شمېر ووځي او ۸۶۰۰ به یې پاتې شي چې راتلونکو نېږدې لسو میاشتو کې به ووځي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند له طالبانو او افغانستان کې له نورو سیاسي ډلو غواړي چې د سولې خبرې وکړي، څو په ګډه سره پر سیاسي او امنیتي پلان کار وکړي.

هغه زیاتوي یادې دلې پرباید پر داسې پلان کار وکړي چې د ټولو لپاره د منلو وي او همداراز افغانستان کې د سولې لامل شي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو مسوولانه وتل به لامل شي چې افغانستان کې تل پاتې لېږد حالت تضمین شي

شریک یي کړئ