Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشر غني: د جنرال رازق د وژنې پلان پاکستان کې طرحه شوی

ولسمشر غني د وژل شوي امنیه قومندان جنرال عبدالرازق اړوند د غم څرګندونې په موخه کندهار ته ورسید.

هغه د جنرال رازق پر قبر له دعا وروسته د هغه له کورنۍ سره وکتل او د کندهار خلکو ته يې خبرې وکړې.

ولسمشر پخپلو خبرو کې جنرال عبدالرازق د افغانستان د ازادۍ اتل یاد کړ او ويې ویل چې د وژلو پلان يې په پاکستان کې طرحه شوی و. 

ولسمشر له پاکستانه وغوښتل چې مجرمان باید د محاکمې لپاره افغانستان ته وسپاري. 

هغه وویل: «پاکستان ته وایم، توطیه په پاکستان کې شوې، مجرمین راکړئ، چې موږ يې محاکمه کړو.»

ولسمشر وړاندې زیاته کړه: «هر بین المللي هئت چې منئ، راشئ چې څېړنې وکړو، چې موږ په حق یوو یا نور په حق دي.»

ولسمشر نږدې شپږ ورځې وروسته د جنرال رازق له وژنې کندهار کې پل ږدي، کندهاریان هم دا ګیله لري او وايي چې د حکومت رهبري د هغه د تدفین مراسمو ته ارزښت ورنه کړ. 

د احمد صابر په نوم د کندهار یو تن اوسېدونکی وايي: «پر وطن يې سر ورکړ، نو باید رییس جمهور راغلی وای، یا اجراییه رییس فاتحې ته راغلی وای، زموږ لپاره به د زړه تسلي وه، د کندهار غم به لنډ شوی وای.»

همدارنګه تیمورشا هم ورته ګیله لري: «د ده جنازې ته باید په اوله ورځ راغلي وای، موږ ډېره ګیله ځينې لرو، نن دی [ډاکټر غني] راغلی و، نه يې وینا وشوه، نه هیڅ بېرته لاړو.»

کندهار کې د طلوع‌نیوز خبریال وايي چې ښار یو نظامي مرکز ته ورته ښکاري او له هغې ورځې راهیسې چې جنرال عبدالرازق وژل شوی، د خلکو کاروبار په ټپه درېدلی دی. 

د ورېجو پلورونکی امان الله وايي: «اوس کاروبار دې حد ته راغلی دی، دا پنځه شپږ ورځې، چې تر دوولسو بجو پورې وي، بېرته بند شي، ځکه د خلکو په زړه کې وېره پیدا شوې ده، دغه وېره د ده په ژوند کې له موږ سره نه وه.»

په همدې حال کې پاکستان دا څرګندونې بې اساسه بولي، د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه (نن چهارشنبه، د لړم دویمه) کې راغلي، چې د کندهار د برید په اړه هیڅ ډول جزییات له دوی سره نه دي شریک شوي.

جنرال عبدالرازق تېره پنجشنبه (د تلې ۲۶مه) د کندهار ولایت مقام د ننه د ملي امنیت له رییس جنرال عبدالمومین حسین خېل سره یو ځای په ډزو کې ووژل شو. 

د پېښې مسؤلیت طالبانو پر غاړه واخیست.

شریک یي کړئ