ډګر جنرال شعور ګل پښتون په سوېل ختیځ زون کې د ۲۰۳ تندر قول اردو قومندانۍ لپاره نوی قومندان وپېژندل شو.
ښاغلي پښتون په خپلو خبرو کې وویل، چې امنیتي ادارو سره به په ګډه د لویې پکتیا د ولسونو د امنیت خوندیتوب لپاره به هڅې وکړي.
ډکر جنرال شعور ګل پښتون ژمنه کوي چې په ټول توان سره به د لویه پکتیا د امنیت د خوندیتوب لپاره شپه او ورځ کار کوي.
ډګر جنرال شعور ګل پښتون زیاته کړه:«زه تاسو ته ژمنه درکوم چې زموږ له هېواد څخه په همغږۍ به دفاع وکړئ.»
په ورته وخت د هېواد د لوی درستیز مرستیال د ۲۰۳ تندر قول اردو له نوي قومندان څخه غوښتنه کړې
چې په خپله اداره کې جدي ارزونه وکړي.چې د ملي اردو لواګانو او د ټولیو د قومندانانو په شموله په ټوله مشرتابه کې ژور بدلون راولي.
د لوی درستیز مرستیال تورن جنرال عبدالحمید حمید څرګنده کړه:«باید په قول اردو کې ټول پوځيان وارزول شي ترڅو څوک په فساد ککړ نه وي او له بهرنیو سازمانونو سره تړلي نه وي.»
په ورته وخت کې د پکتیا والي او د دغه ولایت قومي مشرانو له نوي قومندان څخه یو لړ غوښتنې لري. دوي وویل د امنیتي اورګانونو ترمنځه دې د همغږۍ ترڅنک د جګړې پرمهال امنیتي ځواکونو ته پر وخت مرستې ورسول شي.
د پکتیا والي شمیم خان کټوازي په ډاګه کړه:«کهچېرې خدای مه کړه د هغوی له فرهنګ سره په ټکر کې واقع شوې نو هغوی له طالبانو څخه هم بد دي او بېلابېلې دسیسې به تر ته جوړې کړي.»
د یادونې وړ ده چې د ۲۰۳ تندر قول اردو پخوانی قومندان تورن جنرال عبدالوسع میلاد څلور میاشتې د یادې قومندانۍ چارې پر غاړه لرلې چې د ولسمشر په امر د نوی دندې لپاره د دفاع وزارت د مرستیال په توګه وټاکل شوو.