Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ښایې امریکا ژر د خپلو سرتېرو د وتو پرېکړه اعلان کړي

ښایې ټرمپ تر راتلونکې اوونۍ له افغانستانه د کابو څلور زره امریکايی سرتېرو د وتو پرېکړه اعلان کړي.

امریکايي رسنۍ"ان‌بي‌سي" د دغه هېواد د دریوو پخوانیو او اوسنیو چارواکو له قوله شنبې(د لیندۍ په ۲۳مه نېټه) ویلي دي چې ښایې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ راتلونکې اوونۍ د ځواکونو د وتو پرېکړه اعلان کړي.

له طالبانو سره د سولې په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي، زلمي خیلیزاد خبرو په دوام امریکا غواړي چې افغانستان کې د خپلو سرتېرو د شمېر د کموالي پرېکړه اعلان کړي.

دغه خبرې د روان زیږدیز کال په سپټمبر میاشت کې درول شوې وې.

امریکا اوس مهال افغانستان کې کابو ۱۳زره سرتېري لري چې د څلورو زرو په وتو به ۹زره پاتې شي.

 په همدې حال کې له افغانستانه د څلور زره امریکايي سرتېرو د احتمالي وتو خبرونو په غبرګون کې هېواد کې د امریکايي ځواکونو یو ویاند افغانستان سره د واشنګټن د شویو ژمنو له پابندۍ وايي.

د بهرنیو ځواکونو دغه ویاند همداراز ویلي چې امریکا افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت او د افغان ځواکونو ملاتړ ته ژمنه ده.

دغه ویاند همداراز ویلي چې امریکا هیڅکه نه پرېږدي چې افغانستان یوځل بیا د ترهګرو په امن پټنځای بدل شي او له دغه هېواده امریکا متحده ایالاتو ته ګواښ پېښ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د امریکامتحده ایالاتو لوی درستیز، مارک میلي او د دغه هېواد دفاع وزیر، مارک اسپر په کانګرس کې ویلي چې افغانستان کې به د امریکايي پوځیانو پر کموالي غور وکړي.

د امریکا لوی درستیز ویلي دي چې افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې لپاره د سرتېرو کمول یو عملي انتخاب دی، خو دا یې نه نه وو ویلي چې د سرتېرو شمېر به څومره کموي.

همداراز د امریکا دفاع وزیر، مارک اسپر هم ویلي وو، طالبانو سره د سولې د خبرو سره سره، اړتیا ده چې د امریکا پوځ د ترهګرۍ ضد ماموریت باندې پام وساتي.

  په همدې حال کې هېواد کې د امریکايي ځواکونو یو ویاند وايي چې امریکا افغانستان سره خپلو ژمنو ته ژمن پاتې کېږي

شریک یي کړئ