Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ښوونځي له پنځه میاشتني ځنډ وروسته پرانیستل شول

له پنځه میاشتو ځنډ وروسته د ۱۳۹۹ ښوونیز کال په پیل کې، نن شنبې د ښوونځيو دروازې د ځينو زده کوونکو پر مخ پرانیستل شوې.

حکومت پنځه میاشتې مخکې، د کورونا ویروس له خپرېدو وروسته، ټول پوهنتونونه، ښوونځي او ښوونیز بنسټونه وتړل.

حکومت کابو دوه اوونۍ مخکې، په یوې طرحه کې پوهنتونونه پرانیستل.

د حکومت په نوې طرحه کې راغلي دي، خصوصي ښوونځي اجازه لري چې له لومړي تر دولسم ټولګي پورې خپلو زده کوونکو ته ښوونه پيل کړي، خو دولتي ښوونځي کولای شي یوازې د یولسم او دولسم ټولګیو زده کوونکو لپاره پرانیستی وي.
  
خو داسې اندېښنې هم شته چې په ښوونځيو کې - په ځانګړې توګه په دولتي ښوونځیو کې روغتیايي سپارښتنو ته پاملرنه ونه شي د کورونا ویروس خپرېدا شدیده شي او د هغه دویمه څپه رامنځته شي.

له دې ډلې کابل کې د زرغونې لېسې مسوولین وايي چې له کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره د عفوني ضد توکي او نور امکانات نه لري.
 
په کابل کې د زرغونې لیسې مدیره نسرین نورزي وايي:«د عفوني ضد مواد نه لرو. د مرستې په تمه یوو که چېرې څوک په دې برخه کې له موږ سره مرسته وکړي.» 
      
په یوه دولتي ښوونځي کې زده کوونکې سمیرا وویل:«ډېره په تمه پاتې شوم چې ښوونځي مې پیل شي. هره ورځ مې خبرونه تعقیبول. د ښوونځيو د پرانیستو په هکله د ښه خبر په تمه وم.»   

ورته مهال په ځينو خصوصي ښوونځیو چې باید څه ډول تدابیر نیول شوي وای نه دي نیول شوي.

د پوهنې وزارت وايي چې د روغتیايي تدابیرد د رعایت لپاره پر ښوونځيو څارې زیاتوي.

د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت څرګندوي:«د پوهنې وزارت خپله څارنه لا پیاوړې کوي.»

ښوونکي وایي چې د زده کوونکو د درسي کتابونو پر تدریس سربېره؛ اوس د دوی یو بل مسوولیت زده کوونکو ته روغتیایي سپارښتنې دي.
 
ښوونکې مریم  په دې اړه څرګندوي:«زده کوونکي باید واټن مراعات کړي، ماسک واغوندي.»

په افغانستان کې ښوونځي معمولاً د وري میاشتې په درېیمه پیلېږي؛ خو سږکال د کورونا ویروس د خپرېدو له امله له پنځه میاشتني ځنډ سره پیل شول.

د زرغونې لېسې مسوولین وايي چې له کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره د عفوني ضد توکي او نور امکانات نه لري.

شریک یي کړئ