Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل ته د امریکا د کانګرس یو پلاوی راغلی

د ننسي پلوسي په مشرۍ د امریکا له کانګرس څخه یو پلاوی نن له غرمې مخکې کابل ته راورسېد.

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې افغان ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ننسي پلوسي په مشرۍ  د امریکا د کانګرس له دغه پلاوي سره لیدلي دي.

په دغې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه امریکایي پلاوي په افغانستان کې د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په برخه کې د امریکا د خلکو، کانګرس او د سپینې ماڼۍ د ژمنو او همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

افغان ولسمشر په دغه لیدنه کې ویلي، د سوېلي اسیا لپاره د امریکا تګلاره مثبت ماحول رامنځته کړی او د نورو وختونو په پرتله نن کابل او واشنګتن خپلو موخو ته نېږدې شوې دي.

بل خوا اجراییه رییس د افغانستان او امریکا د ګډ دښمن د ځپلو په برخه کې د واشنګتن هڅې ګټورې بللې دي.

د امریکي د کانګرس پلاوی د هغه څه لپاره چې د افغانستان د امنیتي او سیاسي وضعیت څېړل بلل شوي دي، نن له غرمې مخکې کابل ته راغی.

شریک یي کړئ