Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل ته د خلیلزاد سفر؛ ارګ: تمه ده چې تاوتریخوالی کم شي

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن کابل ته راغلی او ټاکل شوې چې له افغان مشرانو سره وویني.

ښاغلي خلیلزاد کابل ته تر راتګ مخکې په دوحه کې د طالبانو له استازو سره لیدلي او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو د پیل په اړه خبرې اترې کړې دي.

د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړې اجرايي کېدل او د تاوتریخوالي کموالی هغه موضوعګانې وې چې ښاغلي خلیلزاد په دوحه کې له طالبانو سره پرې بحث کړی دی.

د خلیلزاد دغه سفر په داسې حال کې کېږي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ جګړه له سره پیل شوې ده.

د طالبانو مشر نن په خپل اختریز پیغام کې له خپلو جنګیالیو غوښتي دي چې خپلې لیکې پياوړې کړي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ هم وايي چې تمه لري چې په افغانستان کې د سولې او تاوتریخوالي د کموالي لپاره نړیوالې هڅې ترسره شي.

د ولسمشر ویاند  صدیق صدیقي په دې اړه وايي:«د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او د افغانستان د خلکو تمه له نړیوالو هڅو څخه دا ده چې (طالبان) له تاوتریخوالي لاس واخلي.»

بل خوا د طالبانو ډلې مشر د اختر به مناسبت په یوه پيغام کې له واشنګټن نه غواړي چې په هېواد کې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره د دوحې هوکړه لیک پلی کړي او د هغو لوریو د هڅو مخه ونیسي چې د دغه هوکړه لیک د ناکامۍ او ماتې په لټه کې دي.

د طالبانو د مشر په اعلامیه کې راغلي دي:«د امریکا چارواکو ته وایم ؛ چاته باید اجازه ورنه کړئ چې زموږ او ستاسو ترمنځ شوې توافقنامه چې په نړیواله کچه منل شوې؛ له خنډ ؛ ځنډ او بالاخره له ناکامۍ او ماتۍ سره مخ کړي . په دغه توافقنامه کې هر څه په واضحه توګه لیکل شوي او د دواړو ملتونو په ګټه او د ستونزو د هوارۍ لپاره یو ښه چوکاټ جوړوي.»

ورته مهال د پاکستان ولسمشر عارف علوي ویلي دي چې حکومت یې په افغانستان کې له سولې ملاتړ کوي.

هغه ویلي دي:«موږ پوهېږو چې په افغانستان کې خبرې دوام لري او اسلام آباد له دغو خبرو ملاتړ کوي او هڅه کوي چې د افغانستان زیانمنونکي ځوانان له نا امنیو وژغوري.»
 
آزاد خبریال سمیع یوسفزی هم څرګندوي:«هغه هوکړه لیک چې امریکا له طالبانو سره کړې په کلکه اندېښنه لري او بېلابېل هېوادونه د ناټو په ګډون د تاوتریخوالي له زیاتوالي اندېښمن دي.»

خو افغان حکومت وايي چې طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي:«له طالب ډلې څخه د افغانستان د خلکو غوښتنه او تمه دا ده چې له تاوتریخوالي لاس واخلي، اوربند ومني او له دولت سره خبرې اترې پيل کړي.»

شریک یي کړئ