Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل ته د طالب پلاوي سفر؛ 'ډېر شمېر طالب بندیان ازادېږي'

د دوه زره طالب بندیانو د ازادوېدو د فرمان او ۹۰۰ تنو د ازادېدو په لړ کې، د طالبانو یو پنځه کسیزه پلاوی کابل ته راغلی دی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي چې د طالبانو دغه تخنیکي پلاوی د بندیانو د ازادولو او د هغوی «د تصدیق او تثبیت» لپاره کابل ته استول شوی دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې ټاکل شوې د حکومت او طالبان پلاوي به سره د بندیانو د خوشي کولو د څرنګوالي په اړه کار وکړي.

د ولسمشر ویاند  صدیق صدیقي وویل:«افغان حکومت د اوربند د دوام لپاره او له طالب ډلې سره د مخامخ خبرو د پيل لپاره حاضر دی چې هر بل مهم ګام پورته کړي.»

تراوسه دوه زره طالب بندیان د حکومت له بندخونو ازاد شوي دي. له دې ډلې ۹۰۰ بندیان د سې شنبې په ورځ ازاد شول.

طالبانو ته نږدې سرچینې وايي ډېر ژر به نور طالب بندیان هم د هېواد له زندانونو خوشي شي.

د طالبانو د واکمنۍ پرمهال لوي څارنوال جلال الدین شینواری وايي:«تر هغې چې د اسلامي امارت پنځه زره اسیران په بشپړه توګه ازاد نه شي د افغانانو ترمنځ خبرې اترې به پيل نه شي.»

طلوع نیوز هم له بنده د نهه سوه طالبانو له خوشي کېدو څو ساعته مخکې په انټرنېټي نظرپوښتنه کې د فېسبوک او ټوېټر پاڼو د زرګونه کارونکو نظرونه اخیستي دي.

د طلوع نیوز په فېسبوک پاڼه کې ۵۵ سلنه چې څه د پاسه ۶۷ زره کسان کېږي د طالب بندیانو د خوشي کېدو مخالف دي، خو په ټوېټرپاڼه کې څه د پاسه ۲۴۰۰ تنه چې ۷۳ سلنه کېږي د بندیانو له خوشي کېدو سره موافق دي.

حقوق پوه علي فرهنګ په دې اړه وویل:«د ټوېټر ډېری کسان پوه، دانا او له سیاسي ټولنیزو مسایلو سره ښکېل کسان دي په فېسبوک کې برعکس هغه کسان او کارونکي دي چې سیاسي ټولنیزې موضوعګانې ورته اهمینت نه لري.»

خو هېوادوال وايي طالب مشران باید ژمنه وکړي چې دغه بندیان بیا د جګړې ډګرونو ته نه ستنېږي.

ډېری دغه کسان د جګړې له ډګرونو او یا د ترهګرو بریدونو په تړاو نیول شوي دي.

د هرات اوسېدونکی حسن وايي:«موږ هیله لرو چې د طالبانو له ازادولو سره جګړه پای ته ورسېږي او خلک یوې رېښتینې سولې ته ورسېږي.»

خوشی شوی طالب بندي میرحمزه  هم زیاتوی:«که چېرې زموږ مشران د خپلو څوکیو د ساتنې لپاره له افغانانو استفاده ونه کړي، نو ښه خبره ده چې له یو بل سره کېني او دغې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.»

دوه زره طالب بندیان تراوسه د حکومت له زندانونو خوشي شوي چې دا سولې ته د رسیدو لپاره ښه نیت بلل شوی او له دوه سوه زیات د دولتي ځواکونو بندیان د طالبانو لخوا خوشي شوي دي.

د طالبانو ویاند طلوع نیوز ته ویلي دي چې ډېر ژر به د دولتي ځواکونو بندیان هم د دغې ډلې له بندخونو ازاد شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه