Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل د تګ راتګ د مخنیوي په لومړۍ ورځ د خلکو د پراخ حضور شاهد و

په داسې حال کې چې نن سهار کابل ښار کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د تګ راتګ د منع بهیر اجرايي شو، خو خلکو د محدودیتونو لګېدو ته پاملرنه نه لرله او نن کابل ښار د خلکو د پراخ حضور شاهد و.

خلکو نن په عادي توګه په ښار کې تګ راتګ درلود او د کرونا ویروس په اړه یې روغتیايي ګواښونو ته پاملرنه نه درلوده.

افغان حکومت تېره ورځ اعلان وکړ چې سر له نننه په کابل کې پر تګ راتګ محدودیت لګوي. په دغو محدودیتونو کې د پلورنځیونو، دولتي بنسټونو، د ښوونیزو مرکزونو تړل او په ښار د خلکو نه تګ راتګ شاملېږي.

خو یوازې د کابل ښار په ځينو برخو کې هټۍ او پلورنځۍ تړلې وې.

د کابل ځينې اوسېدونکي، په کابل کې د دغه ممنوعیت پر نه رعایت کولو نیوکه کوي او حکومت د وضعیت د تنظیم لپاره پر بې پروایۍ تورن وي.

د کابل اوسېدونکی مشتاق احمد په دې اړه وايي:«که چېرې زموږ یو کس د ویروس لېږدونکی وي، سل تنه نور ککړ وي. هیله کوم چې له کورونو مه وځئ.»

د کابل بل اوسېدونکی علي هم څرګندوي:«د ځان ساتل فرض دي. خلک دې کرونا ناروغي جدي وګڼي.»

داسې ښکاري چې، د یو بل تر منځ د یو متر واټن او نه هم د عامې روغتیا وزارت روغتیايي خبرتیاوې د چا په یاد نه دي.

پر تګ راتګ د محدودیتونو د وضعه کېدو له امله یوازې په ښار کې ځينو هټۍ تړل شوي او ښاري بسونه کم شوي دي.

خو پولیس د ښار په ځینو برخو کې، په ښاري موټرو کې له څلورو کسانو د ډېرو لېږدولو اجازه نه ورکوي.

د کابل اوسېدونکی عنایت الله وویل:«قانون داسې شوی چې څلور تنه په موټر کې وي، خو په ټکسیانو کې پنځه تنه دي.»

د پلازمېنې په ډېریو سړکونو کې د دغه سړک په څېر د موټرو ګڼه ګوڼه ډېره ده او د خلکو تګ راتګ هم په عادي توګه دوام لري.

خو د دغو خلکو ځينې یې کاریګر دي او اړ دي چې خپلو کورنیو ته د نن شپې ډوډۍ برابره کړي.

کارګر امرالله په دې هکله وايي:«پلار مې سپينږی دی، زه دلته کراچۍ لرم که چېرې اوس کار ونه کړم. د شپې د کور لپاره څه نه لرو.»

زریالی بل هېوادوال چې د ډوډۍ غم هغه اړ کړی ښار ته راشي:«شتمن کسان، حج ته د تګ پر ځای خپلې پیسې بې وزلو کسانو ته ورکړي.» 

عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکوي که چېرې روغتيايي لارښوونې مراعات نه شي؛ نو د خلکو دغه ډول ګڼه ګوڼه به ناورین رامنځته کړي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار څرګندوي:«هېڅوک په هغې کچه چې باید لارښونو ته یې پاملرنه کړې وای نه ده کړئ.»

کورنیو چارو وزارت وايي د خلکو د تخلف په صورت کې به پولیس لاس په کار شي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیاله مروه امیني وايي:«که چېرې تاسې تخلف کوئ او بې ځایه او بې مورده د تګ راتګ لامل کېږئ، موږ اړ کېږو له تاسو سره قانوني چلند او جدي چلند وکړو.»

د کرونا ویروس له امله د نړۍ ډېری لوی او پرمختللي ښارونه قرنطین شوي او تر اوسه دغه ویروس شاوخوا ۲۰۰ هېوادونو ته خپور شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه