Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل: د مسکو غونډه د افغان حکومت او روسیې له ګډې مشرۍ سره جوړېږي

د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د مسکو غونډه د افغان حکومت او روسیې په ګډه مشرۍ به جوړه شي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وايي چې د دواړو هېوادونو استازي د دغې غونډې د جوړېدو پر کره وخت کار کوي.

د مسکو ناسته چې ټاکل شوې وه یوه اوونۍ وروسته مسکو کې د طالبانو په ګډون جوړه شي، خو د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سره د ولسمشر غني له ټلېفوني اړیکې څخه وروسته وځنډول شوه.

 خو د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري سرپرست مرستیال محمد نصیر اندیشه د دې غونډې د جوړېدو په وړاندې د مخالفت لامل داسې بیانوي:«دا د بحث وړ نه ده چې څوک له طالبانو سره خبرې کوي او موږ څه ډول عکس العمل وښیو، بحث دا دی په یوه څو اړخیز جوړښت کې کله چې څو خپلواک هېوادونه ګډون کوي، ایا کولای شو ومنو چې طالبان دې راشي او هلته یو اړخیز بحث وکړي.»

خو د مسکو غونډې ځنډېدل چې ټاکل شوې وه طالبان د لومړي ځل لپاره په خبرو کې برخه واخلي د سولې بهیر په ګټه نه ګڼل کېږي.

د سیاسي چارو شنوونک نظر محمد مطمین په دې اړه وویل:«ښه به دا وه چې افغان حکومت په دغې غونډه کې ګډون کړی وای او په هغې کې ځنډ د سولې په ګټه نه دی.»

د بهرنیو چارو وزارت وايي د مسکو او کابل پلاوی د دې ناستې د وخت د ټاکلو په اړه کار کوي.

ښاغلي اندیشه په دې اړه زیاته کړه:«د افغان او روسي حکومت پلاوي له همکارو هېوادونو سره د هغه د ترسره کېدو د وخت پر سر، سره کار کوي ترڅو د یوې اجماع په بنسټ وټاکل شي.»

له دې مخکې په ځلونو په مسکو، اندونیزیا، قطر، سعودي عربستان او ازبکستان کې د سولې د خبرو په اړه ناستې ترسره شوې خو یوې هم د افغانستان د سولې په وړاندې بندون مات نه کړ.

د طالبانو پخوانی قومندان سید اکبر آغا په دې اړه څرګنده کړه:«ځکه چې د ښکېل لوري یوه لوری نه وه له همدې امله دا غونډې پایلې ته ونه رسېدې.»

د مسکو له غونډې سره د کابل د مخالفت یو مهم لامل په دغه ناسته کې د افغانستان نه مالکیت وه، خو په قطر کې له طالبانو سره د امریکا دوه اړخیزه ناسته چې د افغان حکومت له استازي پرته ترسره شو ولې له مخالفت سره مخامخ نه‎شوه؟

د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري:«ټولو هغو هېوادونو چې له طالبانو سره لیده کاته کړي، له هغې وړاندې له افغان حکومته یې احازه اخیستې، خو د روسیې موضوع له شک څخه پرته متفاوته وه.»

روسیې په تېرو دوو کلونو کې د یوولسو هېوادونو د استازو په ګډون په دې اړه د ناستو کوربتوب کړی، خو سږ کال یې یوه ځانګړتیا دا ده چې طالبان به هم په احتمالي توګه د دغو هېوادونو له استازو سره په خبرو کې ګډون وکړي.

شریک یي کړئ