Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دکابل پولیس:د تېرې ورځې د ځانمرګي برید موخه د ګرځندویۍ یو شرکت وه

د کابل ښار په  نوي ښار سیمه کې د پنځو ځانمرګو بریدګرو له برید وروسته پولیس وايي چې د دغو بریدګرو موخه د شهیر ګرځندويۍ شرکت وه.

د پولیسو په خبره په دغه برید کې درې پولیس او د اتصالات شرکت یو ساتونکی وژل شوي او ۱۶ تنه نور ټپیان دي.

د کابل پولیس وايي چې کابو ۶۰۰ دولتي کارکوونکي او هېوادوال چې د برید پر مهال د پېښې ځای ته نېږدې وو ژغورل شوي دي.

د کابل د پولیسو د لسمې حوزې امر عبدالوحید احمدي په دې اړه وویل:« موخه یې دا وه چې دغې ودانۍ ته وخېژي، که‎چېرې دلته پورته شوي وای، دلته شهیر شرکت دی، لسمه حوزه ده، بانک دی او څو نور بنسټونه دي چې دا ځایونه یې له ګواښ سره مخامخ کول.»

پولیس وایي بریدګرو له ځان سره کلاشینکوفونه، لاسي بمونه او د ځانمرګو بریدونو واسکټونه لرل، په دې ځاي کې د مرمیو پوچک، وچه میوه، خولۍ او واسکټونه پاتې دي.

پولیس زیاتوي چې بریدکونکو هڅه کوله د دې ودانۍ سر ته ځانونه ورسوي او له هغه ځایه هدف په نښه کړي.

د کابل امنیه قومندان محمد داوود امین په دې اړه زیاته کړه:«د دغه برید موخه د شهیر شرکت وه چې خلکو ته د هند ویزه چمتو کوي.»

د کورنیو چارو وزارت په وینا د دغه برید پرمهال په شهیر شرکت کې کابو ۳۵۰ تنه موجود و او په لسګونه تنه نور د اسیا په پراختیايي بانګ، د لویې څارنوالۍ په یوه دفتر، لسمه حوزه، د حج او اوقاف په ریاست او همداراز د کوڅې په شاوخوا اټیو او شرکتونو کې ژغورل شوي دي.

که څه هم د کابل د پولیسو پر دیارلسمه حوزه د برید مسوولیت داعش ډلې منلی او د کابل په نوي ښار کې د برید پړه بیا طالبانو پر غاړه اخیستې او ویلي یې دي چې موخه یې یو استخباراتي مرکز و، خو د ملي امنیت عمومي ریاست وايي دا بریدونه د حقاني ډلې لخوا پلان او طیبه لښکر عملي کړي دي.

پنځو ځانمرګو بریدګرو د چهارشنبې په ورځ غرمه مهال د کابل په نوي ښار برید وکړ. چې برید پړه بیا طالبانو پر غاړه اخیستې او ویلي یې دي چې موخه یې یو استخباراتي مرکز و

شریک یي کړئ