Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل ښار پر مرکزي برخو توغندیو لګېدو یو شمېر کسان ټپیان کړل

د کابل ښار پر مرکزي برخو نن سهار کابو لس بجې(سې شنبې د زمري په ۲۸مه نېټه) ۱۴ توغندي وویشتل شول او پایله کې یې ۱۷ تنه ټپيان شول.

د پېښې شاهدان وايي چې د توغندیو لګېدو غږ په په وزیرمحمد اکبرخان، شېرپور، ژاړه مکروریان،، شش درک او ارګ شاوخوا سیمو کې  اورېدل شوی دی.

په همدې حال کې د سرای شمالي سیمې اوسېدونکي هم څرګندوي چې د توغندي لګېدو غږ یې هم خپله سیمه کې اورېدلی دی.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې دغه توغندي د کابل ښار له څو سیمو توغول شوي دي، خو په دې تړاو یې جزییات ورنکړل.

یوه سرچینه وايي چې ۸ توغندي د کابل ۱۶ او ۶ نور هم اوولسمې حوزې سیمه کې لګېدلي دي.

د سرچینې په حواله ټول توغندي له دوو کرولا او سراچه ډوله موټرونو ویشتل شوي.

همداراز دوې سرچېنې څرګندوي چې دغو توغندیزو بریدونو کې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې هم نهه تنه ټپیان شوي، خو جزییات یې نه دي ورکړي. همداراز لس تنه هم د ښار بېلابېلو برخو کې ټپیان شوي دي.

د دغو بریدونو مسوولیت چا نه دی منلی.

د کابل بېلابیلو سیمو کې په داسې حال کې توغندي ولګېدل چې ولسمشر غني د خلواکۍ ۱۰۱ کلیزې په مناسبت دفاع وزارت کې د ازادۍ څلي ته ګلانو ګېډۍ کېښوده.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې دغه توغندي د کابل ښار له څو سیمو توغول شوي دي.

شریک یي کړئ